په کندز ولایت کې د دوو خبریالانو مړینه

چهارشنبه لړم 1395,8,12

د کندز د ملي رایو تلویزون آمریت د تخنیک مدیر، احمد ناصر غفوري او د بي بي سي خبریال، احمد یما شېرزاد، په یوه ترافیکي پېښه کې یې خپل ځانونه له لاسه ورکړل.

دواړو خبریالان، تېره ورځ د کندز ـــــ بغلان په لویه لار د ترافیکي پېښې سره مخ شول.

په کندز ولایت کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې د مسوولینو په وینا، یما شېرزاده د پېښې په وخت کې خپل ځان له لاسه ورکړی مګر خدای بښلی غفوري روغتون ته لېږدول شوی دی، مګر د ژورو ټپونو له کبله یې لدې نړۍ څخه سترګې پټې کړیدي.

د خدای بښلي غفوري او خدای بښلي ښېرزاد جنازې، نن خاور ته سپارل کیږي.