د (شرافت) مړی خاورو ته وسپارل شو

سه‌ شنبه تله 1395,7,27

د افغانستان په جنوب کې د زابل ولایت د والي ویاند، ګل اسلام سیال، بي بي سي ته وویل، چې د افغانستان د ملي رادیو تلویزون خبریال، یعقوب شرافت، تېره شپه د نا پېژاندو وسلوالو له لوري وژل شوی دی.

همدارنګه د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي دي، چې یعقوب شرافت د تېرې ورځې په شپه د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د ناپېژاندو وسلوالو کسانو له لوري وژل شوی دی. 

نوموړي بنسټ زیاته کړې ده، چې برید کوونکي وروسته لدې پېښې په تېښته بریالي شوي دي.

پولیسو پدې اړه څېړنې پیل کړي دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، د افغانستان له حکومت په ځانګړې توګه د زابل ولایت له مسوولینو غوښتي، تر څو د ښاغلي شرافت د قاتلینو د پېژندلو او محکمه کولو لپاره اقدام وکړي.

د نوموړي بنسټ د اعلام پر بنسټ، ۲۰۱۶ میلادي کال د افغانستان د خبریالانو لپاره یو خونړی کال وو، ښاغلی شرافت د افغانستان یوولسم خبریال دی، چې په روان میلادي کال کې وژل کیږي.

ښاغلي شرافت ۲۲ کاله عمر درلود چې له دوه کاله راپدې خوا یې خبریالۍ ته مخه کړې وه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز، په قلات ښار کې د ملي رادیو تلویزون د خبریال، محمد یعقوب شرافت وژنه، د هېواد د رسنیو ټولنې لپاره لویه ضربه بللې ده او هغه یې په سختو ټکو غندلې ده.

وسلوالو کسانو، ۲۳ کلن محمد یعقوب شرافت، تېره ورځ لماښام شپږ بجې شاوخوا، د زابل ولایت مرکز قلات ښار کې کله چې په خپل موټر سره د کور په لوري روان وو، په ډزو سره وواژه.

په زابل کې د افغانستان د خبریالانو د مرکز مسوول، احمد ولي سرحدي ویلي دي، چې برید کوونکي لدې جنایت وروسته د پېښې له ځای څخه تښتیدلي دي.

نوموړی د شرافت د خپلوانو له نقله وایي، چې نوموړي خبریال له چا سره کومه دښمني نه درلوده، او له دوه کاله راپدې خوا یې له ملي رادیو تلویزون سره کار کاوه، او د سیمه ایزو رسنیو له جملې څخه یې د (زابل تایمر) خبري سايت سره هم همکار وو.

له وژل شوي خبریال څخه یوه مېرمن او یوه دوه کلنه لور پاتي دي.

د زابل ولایت امنیه قومندان، میرویس نوروزي ویلي دي، چې د برید کوونکو هویت او انګیزه تراوسه نده په ډاګه شوې، مګر پولیسو پدې اړه خپلې څېړنې پیل کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز، د نوموړي خبریال، محمد یعقوب شرافت وژنه، د هېواد د رسنیو ټولنې لپاره لویه ضربه بللې ده او له سیمه ایزې ادارې غواړي هر څومره زر د دغې قضیې د عاملینو په نښه کولو محکمه کولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

افغانستان په وروستیو ۱۵ کلنو کې د بیان آزادۍ په لاره کې د پرمختګونو په درلودلو سربېره، د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي شاهد هم دی.

پدې دوره کې ۶۴ خبریالان او رسنیز کارکوونکي په هېواد کې وژل شوي دي. د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د شرافت په ګډون تنها درې خبریالان وژل شوي دي.