ولسمشر، اطلاعاتوته د لاس رسي د تسریع لپاره فرمان صادر کړ

دوشنبه تله 1395,7,26

ولسمشر غني، اطلاعاتو ته د لاس رسي د تسریع او اسانتیا لپاره فرمان صادر کړی، چې محتویات یې داسې دي.

۱ــ اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون نافذ شوی دی، په ظمن کې د قانون د موادو په مرعاتولو او اطلاعاتو ته د خلکو په وخت سره رسېدلو په ټینګار سره، وزیران، د مرکز دولتي مسوولین او د ولایاتو والیان مکلف دي، ترڅو د معلوماتو د طبقه بندۍ لپاره يوه ګټوره تګلاره د اطلاعاتو ته د لاس رسي د کمیسیون په مشوره سره، ترتیب کړي.

۲ــ وزیران، د مرکز دولتي مسوولین او د ولایاتو والیان مکلف دي، لږ تر لږه په میاشت کې یو ځل، د مربوطه بنسټونو د فعالیتونو او پرمختګونو په اړه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خلکو ته خبر ورسوي.

۳ــ وزیران، د مرکز دولتي مسوولین او د ولایاتو والیان مکلف دي، ترڅو د یوه منظم مهال وېش لاندې د معلوماتو د ښې تبادلې پخاطر، هره ورځ لږ تر لږه ۱۵ دقیقې د خپلو بنسټونو د ویاندویانو لپاره ځانګړې کړي او د فعالیتونو او تازه جریاناتو په اړه هغوی ته معلومات ورکړي.

۴ــ وزیران، د مرکز دولتي مسوولین او د ولایاتو والیان مکلف دي، ترڅو د ښې او پر وخت خبر رسونې پخاطر، د دریو لوړپوړو مسوولینو، په شمول د وزرات د یوه مرستیال، نومونه ترتیب او د اړیکې د نیولو له مشخصاتو ( مبایل ــ ایمیل) سره رسنیو ته معریفي کړي.

۵ــ وزیران، د مرکز دولتي مسوولین او د ولایاتو والیان مکلف دي، ترڅو د رسنیو سره     د ښې همغږۍ او اړیکو د برابرولو پخاطر، په موقع سره د رسنیو له مسوولینو سره معلوماتي ناستې ترسره کړي.

۶ــ د استراتیژیکو او د عامه اړیکو د چارو د مشاوریت دفتر او ولسمشرۍ د ویاند دفتر، د ضرورت او د زیاتې همغږۍ په صورت کې له وزیرانو، د مرکز دولتي مسوولینو او د ولایاتو له والیانو سره هر اړخیزه مرسته وکړي.

۷ــ وزیران، د مرکز دولتي مسوولین او د ولایاتو والیان مکلف دي، تر څو هره میاشت په منظم ډول، د خپلو مربوطه اداراتو د څرنګوالي له کړنو څخه د ولسمشرۍ د چارو د ادارې عمومي ریاست ته راپور ورکړي، او همدارنګه د چارو اداره مکلفه ده، ترڅو د دغه حکم د موادو د تطبیق له روند څخه هر اړخیزه څارنه وکړي او په وخت سره د ولسمشرۍ عالي مقام ته راپور وړاندې کړي.

محمد اشرف غني

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رییس