د یوه خبریال پروړاندې د ولسمشر د ساتونکو تاوتریخوالی

پنجشنبه وږی 1395,6,4

د کلید رادیو خبریال مسعود انصار، وایي، چې تېره ورځ د ولسمشر د ساتونکو له لوري له سخت توهین او ګواښ سره مخ شوی دی.

ولسمشر اشرف غني تېره ورځ، دبهرنیو چارو وزارت ته تللی وو او د امنیتي دلیلونو پخاطر د ښار د مرکز ځینې سرکونه تړلي شوی وو.

انصار چې په همدغه لار بندۍ کې پاتې وو، کله یې چې غوښتل په خپل تلیفون سره عکس واخلي، د ولسمشر د ساتونکو له لوري له تاوتریخوالي سره مخ شو.

نوموړی وایي: تلیفون یې رانه واخیست او له صفحې څخه یې ټول عکسونه پاک کړل، مګر پدې یې هم بسیا ونه کړه، هم یې ماته او هم یې زما مور او پلارته ښکنځلې او بد ویل وکړل.

د کلید رادیومسووله، نجیبه ایوبي پداسې حال کې، چې د دې شبکې له خبریال سره د ولسمشر د ساتونکو دا چلند په سختو ټکو غندي وویل: د ولسمشر ویاند ژمنه کړې، چې دا قضیه به څيړي.

په هغه تلیفوني اړیکه کې، چې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر سره درلوده، د ولسمشر ویاند د دغه پېښې له څېړلو داسې وویل: موږ د ولسمشر د ساتونکو له قومندان سره د دې پېښې په اړه خبرې وکړې.

د دوی په وینا، د ولسمشر د ساتونکو قومندان ژمنه وکړه، چې د قضیې عاملین به معلوم او د موضوع د هراړخیزې څېړنې او د مسعود انصاري سره د تاوتریخوالي له ثبوت وروسته به جدي پرېکړه وشي.