
د هرات د پولیسو قومندانۍ د جنایي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدیر، د بد چلند او په هرات کې د موقت وخت لپاره د یوه خبریال د نیولو پخاطر د رسنیو له ټولنې او له نیول شوي خبریال څخه په رسمي ډول بښنه وغوښته.
په هرات کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې د ولایتي دفتر مسوول، قدیر شاهین وایي، چې د پولیسو له لوري د یوه خبریال د موقت وخت لپاره د نیولو او د هغه سره د بد چلند په خاطر د خبریالانو د صنفي بنسټو د مظاهرې او د څېړنې غوښتلو په پایله کې، د هرات ولایت د جنایي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدیر او د پولیسو قومندان محمد ایوب انصاري، په رسمي ډول له خبریالانو څخه بښنه وغوښتله.
د هرات د پولیسو د قومندانۍ د جنایي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدیر، عبدالباري رحماني د زمري د میاشتې په ۲۷ نېټه د چهارشنبه ورځ د هرات د خبریالۍ د صنفي بنسټونو سره په یوه ناسته کې، د هرات د پولیسو د لوړپوړو چارواکو په ګډون، په رسمي ډول د هرات د رسنیو له ټولنې او په ځانګړې توګه د استقلال تلیویزون له خبریال حسین نیکخوا څخه بښنه وغوښته، او د نوموړي خبریال پروړاندې یې د پولیسو له چلند څخه خواشیني څرګنده کړه.
په هرات کې د استقلال سیمه ایز تلویزون خبریال، حسین نیکخوا د زمري د میاشتي په ۲۴ مه نېټه د یکشنبې ماښام شاوخوا آته بجې، د هرات ښار په دریمه ناحیه کې، له یوې جنایي پېښې څخه د د عکس اخیستنې په وخت کې د پولیسو له لفظي تاوتریخوالي سره مخ شوی او له هغه وروسته د یوه ساعت لپاره بندي شوی دی.
یادې غوښتنې د خبریالانو او د پولیسو د مسوولینو ترمنځ د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوې ناستې په ترسره کېدو سره د پولیسو مسوولینو له خبریالانو څخه بښنه وغوښته.
په هرات کې د خبریالۍ بنسټونو، همدارنګه په ورستۍ ناسته کې له مرکزي دولت څخه د ولسمشر د هغو ژمنو د عملي کولو غوښتونکي شول، کومې چې نوموړي له خبریالانو څخه د ملاتړ او د هغوی پروړاندې د تاوتریخوالي له مخنیوي کړې وې.