
په هرات کې د استقلال سیمه ایز تلویزون خبریال، حسین نیکخوا د زمري د میاشتي په ۲۴ مه نېټه د یکشنبې ماښام شاوخوا آته بجې، د هرات ښار په دریمه ناحیه کې، له یوې جنایي پېښې څخه د د عکس اخیستنې په وخت کې د پولیسو له لفظي تاوتریخوالي سره مخ شوی او له هغه وروسته د نیم ساعت لپاره بندي شوی دی.
ښاغلی نیکخوا وایي: که څه هم ما خپل د خبریالۍ د هویت کارت د جنایي آمر او پولیسو ته چې په دې سیمه کې موجود وو، ورښکاره کړ، او په خپل تلیفون مې فلمبرداري کوله زما مخه یې ونیوله.
د نیکخوا په وینا، د هرات جنایي آمر د څارنوالۍ د استازي په حضور، له لفظي شخړي وروسته یې پولیسو ته امر وکړ، تر څو نوموړی ونیسي او په یوه بد شان یې هغه د رنجر موتر په ډاله کې دریمې امنیتي حوزې ته وړی او هغه یې بندي کړی دی.
نیکخوا، چې د جامو یوه برخه د پولیسو د کش مکش په وخت کې څیرې شوې وه. وروسته له بند څخه د خبریالانو او د څارنوالۍ د رییس په منځګړیتوب آزاد شو.
په هرات کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې د ولایتي دفتر مسوول، قدیر شاهین وایي: تېره ورځ د هرات د خبریالۍ ګډو بنسټونو، په یوه ناسته کې د دغې قضیې د څېړلو لپاره راغونډ شوي وو، وروسته د څارنوالۍ له رییس او د هرات د پولیسو له قوندان سره په اړیکه کې شوي او پدې اړه د دوی د ځواب ویلو غوښتونکي شوي وو.
د شاهین په وینا، د هرات د څارنوالي رییس، عبدالحق احمدې دا پېښه غندلې او ژمنه یې کړې ده، چې د څارنوالۍ ادارې ته د دغه قضیې د رسمي کولو په صورت کې به یاده قضیه په جدي توګه وڅېړي.
شاهین زیاتوي: د هرات د پولیسو قومندان، محمد ایوب انصاري هم ژمنه وکړه، چې دا قضیه به څېړي او د حل لپاره به یې عملي ګامونه پورته کړي.
په هرات کې د خبریالۍ بنسټونو، همدارنګه په ورستۍ ناسته کې له مرکزي دولت څخه د ولسمشر د هغو ژمنو د عملي کولو غوښتونکي شول، کومې چې نوموړي له خبریالانو څخه د ملاتړ او د هغوی پروړاندې د تاوتریخوالي له مخنیوي کړې وې.