
د بامیانو سیمه ایزې ادارې د یاد ولایت خبریالانو ته ژمنه ورکړې، چې له دوی سره د ښې اړیکې او په نوموړي ولایت کې د بیان د آزادۍ د ټینګښت لپاره به ورسره همکاري کوي.
د تېرې اونۍ په لومړیو کې، کله چې په بامیانو کې د نسیم سیمه ایزې رادیو خبریال، نجیب الله الفت د بامیانو د والي د ویاند له بد چلند څخه شکایت وکړ، د بامیانو ولایت له چارواکو څخه د خبریالانو پر وړاندې د بد چلند نیوکې زیاتې شولې، پدې ولایت کې یو شمېر خبریالانو شکایت درلود، چې له دوی سره توهین آمېزه چلند کیږي.
په هغه ناسته کې، چې پدې وروستیو کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې د ولایتي دفتر په ابتکار د یاد ولایت د والي او د خبریالانو د یو شمېر استازو په ګډون جوړه شوې وه، خبریالانو خپل شکایتونه مطرح او سیمه ایزو چارواکو د همکارۍ ژمنه ورکړه.
په بامیان ولایت کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې د ولایتي دفتر مسوول، محمد اسحاق اکرمي وایي، هغه ستونزه چې د نسیم رادیو د خبریال نجیب الله الفت او د بامیانو د سیمه ایزې ادارې د ویاند، عبدالرحمان احمدي ترمنځ رامنځته شوې وه، زموږ په منځګړیتوب او همکارۍ سره حل شوه.
د اکرمي په وینا، پدې ناسته کې د بامیان ولایت والي، محمد طاهر زهیر، د خپل ویاند چلند یې یوه غلط فهمي ښودلې او د بامیانو ولایت له ټولو خبریالانو سره یې ژمنه کړې، چې د بامیانو سیمه ایزه اداره به تل له خبریالانو سره همکاري کوي.
د بامیانو والي خبریالانو ته وویل: که هر یو خبریال د بامیانو سیمه ایزو ادارو ته د مرکې او یا هم د راپور جوړولو پخاطر راځي، د ادارې د مسوولینو له همکارۍ سره به مخ شي.