
په بامیانو ولایت کې د نسیم سیمه ایزې رادیو خبریال، نجیب الله الفت وایي، چې په یاد ولایت کې د دولتي مسوولینو له لوري توهین او ګواښل شوی دی.
د ښاغلي الفت په وینا، دوې ورځې مخکې د یوه سرک جوړونې د پروژې د پیل په مراسمو کې، کله یې چې له مسوولینو څخه د اوسېدنې د هغه ړنګو کورونو په اړه، چې د دغه سرک د جوړونې په لاره موقعت لري، پوښتنه وکړه نو د بامیانو د والي د ویاند له لوري توهین او تحقیر شوی دی. ښاغلي الفت وایي: د بامیانو ولایت ویاند عبدالرحمن احمدي، ماته وویل، چې د چارواکو د غوښتنې سره سم پوښتنې مطرح کړه، کنه نو د پوښتنې کولو حق نلرئ.
د الفت په وینا، هغه ته خبرداری ورکړل شوی دی، چې د جنجال جوړوونکو پوښتنو له مطرح کولو ځان وساتي.
په بامیانو کې یو شمېر نور خبریالان وایي، چې څو وارې د والي د ساتونکو او یو شمېر نورو سیمه ایزو چارواکو له توهین او تحقیر سره مخ شوي دي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه، له خبریالانو سره دا چلند، د هېواد د قوانینو او د بیان د آزادۍ د اصولو خلاف ګڼي، د نوموړې اتحادیي اجرایوي رییس، فهیم دشتي وايي: موږ له اطلاعات و فرهنګ وزارت، د سیمه ایزو ارګانونو له ادارې او د عامه اړیکو په چارو کې د ولسمشرۍ د ریاست له مشاوریت سره په اړیکه کې یاستو او په راتلونکي کې به د دغه ډول چلند مخه ونیسو، همدارنګه نوموړې اتحادیې اعلام کړی، چې په بامیانو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ قضیې به د عدلي او قضایي چارواکو سره وڅیړي.