پولیسو، خبریالان وهلي او ډبولي دي

برخورد پولیس با خبرنگاران
دوشنبه غبرگولی 1395,3,31

یو شمېر خبریالان وايي، چې د نن سهار د ځانمرګي برید د خبري پوښښ په جریان کې، د پولیسو له لوري وهل شوي دي.

پدې پېښه کې د بهرنیو او کورنیو رسنیو لږترلږه درې خبریالان له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

د یک تلویزون څلورویشت تلویزون خبریالان او د یوه ترکي آژانس خبریال، چې وهل شوی دی وایي، چې پولیسو د نن ورځي د ځانمرګي برید د خبري پوښښ مخه نیوله او کله چې هغوی د عکس اخیستلو اصرار کاوه د پولیسو له لوري وهل شوي دي.

یو شمېر نورو خبریالانو د نن ورځې د ځانمرګي برید د خبري پوښښ په جریان کې د پولیسو له بد چلند څخه شکایت درلود.

د خبریالانو د صنفي او مرسته کوونکو بنسټونو مسوولینو، د نن ورځې د پېښې په جریان کې د پولیسو چلند غندلی او د قانون خلاف یې بللی دی.

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مسوولین وایي، چې په دې اړه یې د کورنیو چارو وزارت او د کابل د پولیسو قومندانۍ ته رسمي شکایت کړی دی.

د کابل د پولیسو چارواکو له ادعا شوو تاوتریخوالو څخه ناخبري ښودلې او ویلي یې دي، چې پدې اړه به څېړنې پیل کړي.