ولسمشر، له رسنیو سره له خپلو ژمنو په یوه ژمنه عمل وکړ

رییس جمهور به یکی از وعده هایش با رسانه ها عمل کرد
سه‌ شنبه غبرگولی 1395,3,25

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د بنسټو نو د فدراسیون او د رسنیو د مسوولینو، غوښتنه له ولسمشر څخه  د ټولیزو رسنیو د تاسیس او فعالیت د طرز او ډول د مقررې تصویب کول وو.

په وروستۍ ناسته کې، چې ولسمشر له خبریالانو او رسنیزو مسوولینو سره درلوده، دې غوښتنې ته په ځواب سره یې ژمنه وکړه، چې د دغه مقررې د تعدیل فرمان به صادروي.

د ټولیزو رسنیو د تاسیس او فعالیت د طرز او ډول مقرره، چې د تېر کال په لړم میاشت کې نافذه شوه، د دې ترڅنګ چې د خبریالانو او رسنیو یوه برخه حقونه او امتیازونه تضمین کوي، د دې مقررې له نفاذ شپږ میاشتې وروسته رسنۍ د فعالیت د جواز د صدور دفیس او بانکي ضمانت په ورکولو مکلف کوي.

په وروستیو میاشتو کې اکثره رسنیو په ځانګړې توګه سیمه ایزو رسنیو شکایت وکړ، چې د دې مبلغ د ورکولو توان نلري.

د دغو شکایتونو پر بنسټ، د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو فدراسیون، له ولسمشرۍ څخه وغوښتل، چې په لومړي قدم کې د رسنیو د فعالیت د جواز معیاد نوی کړي. د ذکر شوې مقررې د حکمونو پر بنسټ، د دې مقررې له نفاذ وروسته په شپږو میاشتو کې د یاد شوي مبلغ د نه ورکولو او د جواز د نه نوي کولو په صورت کې به، رسنۍ د سختو جریمو په ورکولو مکلفې شي. 

د فدراسیون په یوه بله غوښتنه کې، د رسنیو د شکایتونو د ځواب ویلو لپاره، پدې مقرره کې د تعدیلاتو منځته راوړل وو.

په وروستیو کې ولسمشر د یوې شپږ میاشتنۍ دورې لپاره د رسنیو د فعالیت د جوازد د نوي کولو د معیاد د تمدید فرمان صادر کړ او همدارنګه یې اطلاعات و فرهنګ وزارت ته لارښوونه کړې، ترڅو د خوښې وړ مقررې د تعدیل کار شروع کړي.

په هغه ناسته کې، چې نن په اطلاعات او فرهنګ وزارت کې ترسره شوه، د ولسمشر د نوي فرمان په اړه بحث وشو. پدې ناسته کې، چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د نشراتي مرستالې مژګان مصطفوي په مشرۍ او د خبریالانو د یوشمېر صنفي او مرسته کوونکو بنسټونو د مسوولینو په ګډون ترسره شوه، پرېکړه وشوه چې په راتلونکې ناسته کې په ذکر شوې مقرره کې د تعدیلاتو د وړاندیز شوې طرحې په اړه بحث وشي.

د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو فدراسیون، د نن په ناسته کې، د تعدیلاتو د وړاندیز شوې طرحې په اړه بحث کړي او اعلام یې کړی، چې دغه وړاندطز شوی متن به ژر اطلاعات و فرهنګ وزارت ته وسپاري.

همدارنګه د نوموړي فدراسیون مسوولینو، هیله ښکاره کړې، چې ولسمشر به په خپلو نورو ژمنو، چې له هغې جملې څخه د خبریالانو په وړاندې د تاوترخوالي او د قتل د عاملینو څارنوالۍ ته د کشولو او له خبریالانو د ملاتر د صندوق د جوړولو په اړه به ډېر ژر عمل وکړي.