
د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له رسنیو غوښتي، چې له (آلوتونکو کمرو) څخه د ګټه نه اخلي.
د نوموړي وزارت په اعلامیه کې راغلي دي، چې دا پرېکړه د ملي امنیت شورا له لوري وړاندې شوې او نوموړي وزارت ته لېږل شوې ده. په ظاهره کې د دغه کمرو د منې کېدلو دلیل، د امنیتي احتمالي مشکل رامنځته کول ښودل شوی دی.
وړاندې لدې، د لویو مظاهرو په لړ کې لدې کمرو څخه ګټه اخستل شوې ده، او امنیتي چارواکو په همغه وخت کې اعلام کړی وو، چې لدې کمرو څخه د نظامي مرکزونو او د ارګ څخه د تصویر اخیستلو لپاره ګټه اخستل شوې ده.
د رسنیو صنفي او مرسته کوونکو بنسټونو مسوولینو، له آلوتونکو کمرو څخه د کټې نه اخستنې پخاطر د کورنیو چارو وزارت نوی اقدام، په هېواد کې د رسنیزو فعالیتونو لپاره په قوانینو کې د تضمین شوې آزادۍ خلاف ګڼي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې، په هغه اعلامیه کې چې په همدې اړه یې خپره کړې ده، دا اقدام یې د قانون خلاف ګڼلی دی.
د دې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي: په هېواد کې ځانګړو امنیتي ستونزو ته په کتو، لدې کمرې څخه ګټه اخیستنه، شاید یو ضرورت وي چې په خاصو ځایونو او مواردو کې محدود شي.
پدې اعلامیه کې له حکومت څخه غوښتنه شوې، تر څو د خبریالانو د صنفي او مرسته کوونکو بنسټونو سره په همکارۍ، د امنیتي شته شرایطو د خلاسون لپاره یوه موقتي کړنلاره وضع کړي، ترڅو له یوې خوا رسنۍ وکولای شي، د ضرورت په وخت کې لدې کمرو څخه ګټه واخلي او له بلې خوا آلوتونکې کمرې د امنیتي ستونزو د رامنځته کولو جوګه نشي.