په بامیانو کې د کلید رادیو سیمه ایز خبریال محمد اسحق اکرمي، ویلي دي چې د پولیسو له لوري وهل شوی دی. د اکرمي په وینا، کله یې چې غوښتي چې د پولیسو له نیښتې عکس واخلي د تاوتریخوالي سره مخ شوی دی.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د بامیانو د پولیسو له امنیه قومندانۍ سره په اړیکه کې شوي، ترڅو د پېښې څرنګه والی په ډاګه شي.
د بامیانو د پولیسو د قومندانۍ مسوولین وایي، چې د پولیسو په منځ کې د نظم پخاطر یې سیارې ګزمې د بامیانو په ښار کې ګمارلې ترڅو د پولیسو له خپل سرۍ څخه مخنیوی وشي.
د بامیانو د پولیسو امنیه قومندان، عبدالمبین پداسې حال کې وایي چې خپله یې په سیمه کې شتون درلود وویل: موږ غوښتل چې د لومړۍ حوزې د پولیسو د بېنظمۍ مخه ونیسو، چې په همدې وخت کې اسحق اکرمي غوښتل چې لدې صحنې څخه عکس واخلي، د لومړۍ حوزې د یوه پولیس له لوري ورسره لانجه پېښه شوه او ما د نور تاوتریخوالي مخه ونیوله.
پداسې حال کې چې ښاغلي اکرمي ویلي دي، چې وهل شوی دی، د بامیانو د پولیسو قومندان ویلي چې وهل او ډبول نه وو پکار، او په لومړي فرصت کې به همغه سرتېری او ښاغلی اکرمي به د خپل کار دفتر ته رابولي، تر څو د ښاغلي اکرمي شکایت ته رسیدنه وشي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه پداسې حال کې چې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی د قانون خلاف ګڼي، له امنیتي ځواکونو غواړي، چې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي له چلند څخه پرهېز وکړي.
د نوموړې اتحایې اجرایوي رییس، فهیم دشتي وایي: له دغې پېښې څخه د خبریدلو په وخت کې د ښاغلي اکرمي او د بامیانو د پولیسو له امنیه قومندان سره په اړیکه کې شوو، د ښاغلي دشتي په وینا، د دغه اتحادیې په منځګړیتوب نږدې ده چې په سرعت سره د ښاغلي اکرمي شکایت ته رسېدنه وشي.