شمېره: ۱۱۵
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پروړاندې د مبارزې د عمومي ریاست له آدرس څخه، د روانې اونۍ په لومړیو کې، د هرات د۶۰۶ انصار زون د پولیسو قومندانۍ ته یو مکتوب لېږل شوی او په هغه کې له خبریالانو څخه دوه تنه خبریالان د هرات د پولیسو د جنایي جرمونو پروړاندې د مبارزې د کشف له آمر سره په ملګرتیا، د خبریالانو پر وړاند د تاوتریخوالي د دوسیو د تعقیب لپاره ګمارل شوي پېژندل شوي دي.
یاد مکتبوب د هرات د یو شمېر خبریالانو او په نوموړي ولایت کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې د غړو له غبرګون سره مخ شوی دی او هغوی د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو د فدراسیون سره په اړیکه کې، د دغه مکتوب له لیږلو شکایت کړی او د وضاحت غوښتنه یې کړې ده.
د یاد مکتوب په یوه برخه کې، له ذکر شوو خبریالانو څخه د فدراسیون د غړو په حیث یادونه شوېده.
فدراسیون اعلام کوي، چې د دغه مکتوب په جوړولو او لېږلو کې هېڅ رول نلري او د هغو اطلاعاتو پر بنسټ چې د کورنیو چارو له وزارت څخه لاسته راغلي دي، د دغه مکتوب لیږل د یوې غلط پهمۍ نتیجه ده.
فدراسیون د حکومت د اصلي شریک په حیث د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب د کړنلارې په برابرولو او اجرا کې، چې په کابل او ولایاتو کې د هغه پر بنسټ د رسنیو او حکومت ګډې کمېټې منځته راغلي دي، دغه کړنلارې ته پابند دی او په هېڅ ډول د موازي میکانیزمونو جوړوونکی ندی.
د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو د فدراسیون دارالانشا