
د هېواد په هر کوټ کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې ټولو غړو ته خبر ورکول کیږي، چې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې د غړیتوب د کارت ظاهري شکل تغیر شوی دی. نو په مرکز او ولایاتو کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې له ټولو غړو څخه هیله کیږي، چې ژر تر ژره د افغانستان د ژونالیستانو د ملي اتحادیې مرکزي او ولایتي دفترونو ته مراجعه وکړي او خپل کارتونه تمدید کړي.
د کارت د تمدید وخت محدود دی. په نږدې موده کې پخواني کارتونه باطل اعلام کیږي.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایوي شورا