شمېره: ۱۱۷
د غوایي د لسمې نېټې له پېښې وروسته، چې په هغه کې د هېواد ۹ تنه خبریالان، عکاسان او فلمبرداران شهید او یو شمېر ټپي شول، حکومت، د خیر یو شمېر کسانو، بنسټونو او ډلو، د پېښې له ټپیانو او د شهیدانو له کورنیو سره مالي مرسته وکړه، په ورته وخت کې، د هغه خبریالانو سره چې په دې پېښه کې ټپي شوي وو او پدې پېښه کې د شهید شوو خبریالانو له کورنیو سره او همدارنګه په خوست کې د بي. بي. سي رادیو د خبریال احمدشاه او په کندهار کې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند له کورنیو سره، چې پدې وروستیو کې شهیدان شوي وو یوه اندازه مرستې ورسره وشوي.
د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون اعلام کوي، که څه هم مستحقینو ته د دغه مرستو د جلبولو لپاره یې له دولت څخه غوښتنه کړې او د خیر د یو شمېر کسانو سره چې غوښتل یې مرستې یې په مستقیم ډول له ټپیانو او د دغه پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورسېږي، هغوی ته یې لازمه لارښوونه کړې ده، مګر د مرستو په وېشنه کې هېڅ رول نه لري او له هېڅ چا، ډلې او بنسټ څخه یې د غوايي د لسمې د قربانیانو په بهانه پیسې ندي اخیستې.
فدراسیون همدارنګه ټینګار کوي، چې له ژورنالیستانو څخه د ملاتړ صندوق له لارې د غوايي د لسمې پېښې د قربانیانو لپاره د مرستو د ټولولو په لټه کې دي. د یاد صندوق د کړنلارې پر بنسټ له هغو خبریالانو سره، چې د مرستې مستحق ګڼل کیږي باید مالي مرسته وشي.
فدراسیون له فرصت څخه په ګټه اخیستنه سره اعلام کوي، چې هغه کسان، داخلي او خارجي بنسټونه او ډلې چې له مستحقو خبریالانو سره د مرسې اراده لري، کولای شي چې خپلې مرستې له فدراسیون سره په همغږۍ او له ژورنالیستانو څخه د ملاتړ صندوق له لارې مستحقینو ته ورسوي.
فدراسیون دا د یادونې وړ ګڼي، که څوک غواړي چې په انفرادي شکل د شهیدانو له کورنیو ټپیانو او د دوي له کورنیو سره مرسته وکړي، په هغه کې به د فدراسیون له لوري هېڅ دخالت ونشي او فدراسیون د خیر کسانو د دغه اقدام ستاینه کوي.
د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو د فدراسیون دارالانشا