
په هلمند کې یو شمېر خبریالانو د دغه ولایت له والي، تورن جنرال محمد یاسین سره وکتل.
په دغه ناسته کې د هلمندامنیه قومندان عبدالغفار صافي، د ملي امنیت مسوولینو او د هلمند د اطلاعات او کلتور ریاست سرپرست هم ګډون درلود، خبریالانو د خبریالۍ په چارو کې له خپلو ستونزو یادونه وکړه.
د خبریالانو ځاني خوندیتوب او اطلاعاتو ته لاسرسی په هلمند ولایت کې د خبریالانو د رسنیز کار په لار کې له عمده موضوعاتو او لویو ستونزو څخه وګڼل شول.
په ورته وخت کې د هلمند والي، تورن جنرال محمد یاسین پدې ولایت کې د ګډې کمېټې په منظم فعالیت ټینګار وکړ. نوموړي د خبریالانو د ستونزو په حل کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې د رول په اړه ټینګار وکړ.
جنرال یاسین په هلمند ولایت کې د خبریالانو له فعالیت او قربانۍ مننه وکړه او د بیان آزادۍ په لار کې یې په هراړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ.