د هرات خبریالانو، سیمه ییز مسوولین ځواب ویلو ته اړ ایستل

سه‌ شنبه غویی ۱۳۹۲,۲,۳

 له هغې وروسته چې تېره ورځ د مژده سیمه ییزې رادیو خبریال او د هرات د اطلاعات او کلتور ریاست د اړیکو مسوول، علي اصغر یعقوبي د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو سره ټپي شو، په لسګونو تنو خبریالانو د وبلایت ودانۍ مخې ته په لاریونونو لاس پورې کړ. 


په دغه لاریونونو کې چې نن سهار په لار اچول شوي وو، خبریالانو د پرلپسې ګواښونو او تاوتریخوالي د تعقیب او څېړلو غوښته وکړه.


په هرات کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مسوول، قدیر شاهین چې د دغه لاریونونو غړی وو وایي: د لاریونونو په وروستیو کې، پرېکړه لیک صادر شو چې په هغه کې خبریالانو د وروستیو تاوتریخوالو د عاملینو د نیول کېدو غوښتنه وکړه.


د قریشي په وینا، همدارنګه د لاریون کوونکي خبریالان د هرات له والي او نورو چارواکو سره د لېدلو غوښتونکي شول، چې د چارواکو ځواب د خبریالانو د شدید غبرګون باعث شو.


قدیر شاهین: مسوولینو وویل چې تنها څو تنه محدود کسان کولای شي چې د پنځه لسو دقیقو د پاره له چارواکو سره وګوري، دا خبر د دې سبب شو چې خبریالان په شدیدو لاریونونو سره د سییمه ییزې ادارې د لاسته راوړنو د خبري پوښښ د بندولو اعلام وکړي.


وروسته له دې پېښې، د پولیسو قومندان او د هرات د والي مرستیال له یو شمېر خبریالانو سره اړیکه نیولې او د یوې ناستې په ترځ کې یې له هغوی سره ژمنه کړې، چې په راتلونکو څلورو ورځو کې به، په هرات کې د خبریالانو پر وړاندې د وروستیوو تاوتریخوالو عاملین وپېژني او تر قانوني څېړنې لاندې ونیسي.


د ښاغلي شاهین په وینا، ولایتي مسوولینو له خبریالانو غوښتي، چې د سیمه ییزې ادارې پروړاندې له نیول شوې پرېکړې تېر او مسوولینو ته د دې فرصت ورکړي ترڅو د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.


دې ته ورته په بله پېښه کې هم د یوې سیمه ییزې رسنۍ مسوول، احمد رها د نا معلومو کسانو له لوري وهل شوی دی؛ مګر امنیتي مسوولینو د قضیې په څېړنه کې غفلت کړی دی.


قدیر شاهین همدارنګه وایي، چې د ښاغلي علي اصغر یعقوبي روغتیایي حالت په ښه کېدو دی او ډاکټرانو ډاډ ورکړی چې نوموړی اوس کوم تهدید نه ګواښوي.