د خبریالانو د خوندیتوب لپاره، ډېرو لارو چارو سنجولو ته اړتیا ده

جمعه وږی 1397,6,16

تېره ورځ یو ځل بیا، زیات شمېر خبریالان د یوې ترهګریزې پېښې د خبري پوښښ په جریان کې په شهادت ورسېدل او یا هم ټپي شول.


وروسته له هغې، کله چې په میوند ورزشي کلپ باندې ځانمرګی برید ترسره شو، او خبریالان د دغه پېښې د خبري پوښښ لپاره سیمې ته ورسېدل، یو بل ځانمرګي بریدګر د خلکو او خبریالانو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه، چې د زیات شمېر شهیدانو او ټپیانو له جملې څخه د دوو تنو خبریالانو د شهادت او د پنځو تنو نورو خبریالانو د ټپي کېدو باعث شو.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه، چې خپل ځان د قرباني شوو خبریالانو د کورنیو په غم کې شریک بولي، د څو ټکو یادونه ضروري بولي.


ــ ورته پېښو دا په ډاګه کړې ده، چې د ځانمرګي بریدونو د پېښېدلو سیمو ته د خبریالانو زر ورتګ، له خطره ډک دی، نو په همدې اساس له هغو ټولو خبریالانو څخه چې دا ډول پېښې پوښښ کوي، هیله لري، ترڅو خپل ځانونه د خبر رسونې د سرعت لپاره قرباني نه کړي.


ــ دې خطر ته په کتنې سره د رسنیو مسوولین هم، نباید په خپلو خبریالانو فشار راولي، چې دا ډول حوادثو په لومړیو شېبو کې د پېښې ځای ته ځان ورسوي او له هغه ځایه خبر رسونه وکړي.


ــ دې ته په توجه سره، چې زیاتره خبریالان د محافظتي تجهیزاتو د نشتوالي له کبله په دا ډول پېښو کې زیان ویني، د رسنیو مسوولین باید دا یقیني کړي، هغه خبریالان چې د دا ډول پېښو د خبري پوښښ لپاره ځي، لازم محافظتي تجهیزات لري. پدې اړه د خبریالانو او رسنیو صنفي او ملاتړي بنسټونه هم کولای شي چې همکاري وکړي.


ــ له امنیتي بنسټونو څخه هیله کوو، ترڅو هغه خبریالانو ته چې لازم محافظتي پوښښ ونه لري د پېښې ځای ته د نږدې کېدلو اجازه ورنکړي.


ــ دې ته په توجه سره، چې د ترهګرو له لوري یو پر بل پسې د چاودنو له تکتیک څخه په وار وار سره استفاده شوې ده، امنیتي ځواکونه باید د دا ډول پېښو د سیمو د امنیت خوندي کولو لپاره نوې لارې چارې ولري.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه همدارنګه اعلام کوي، چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره له ورته بنسټونو، رسنیزو مسوولینو او امنیتي بنسټونو سره هر ډول همغږۍ او همکارۍ ته حاضره ده. 


همدارنګه موږ به هڅه وکړو، چې د شیهد شوو خبریالانو له کورنیو او له هغه خبریالانو سره چې په دې پېښه کې ټپي شوي دي، مرسته وشي.


 


د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا