د محسن هاشمي مېرمنې، د خپل خاوند د قاتلانو د اعدام غوښتنه کړې

دوشنبه زمری ۱۳۹۲,۵,۲۱

د محسن هاشمي مېرمنې، د هېواد له عدلي او قضایي بنسټونو څخه د خپل خاوند د قاتلانو د اعدام غوښتنه کړې. د آغلې هاشمي په وینا، عدلي او قضایي بنستونه باید د دې د خاوند دقتل په اړه بې پروا نشي او یا هم سترګې پرې پټې نه کړي.


محسن هاشمي د روان کال د غوایي د میاشتې په دولسمه نېټه ورک او ۱۸ ورځې وروسته یې مړی کورته نږدې په پاریات کلي کې پیدا شو. چې دا کلۍ د نجراب ولسوالۍ له مرکز څخه په شپږ کیلو مترۍ کې موقعت لري.


په کاپیسا ولایت کې د ابتدایه محکمې قاضي وايي چې د محسن هاشمي دوه وروڼه د نوموړي د قتل په تور پر ۱۶ کاله بند محکوم شوي دي.


د ښاغلي هاشمي پر جسد باندې د عدلي طب د ترسره شوو تحقیقاتو پر اساس، مقتول د مرمي پواسطه د ژورو ټپونو له امله وژل شوی دی. 


د نجراب ابتدایي محکمې اعلام کړی چې د مقتول دوه ورنه، ۳۷ کلن محمد اصف او ۲۸ کلن وسیم د ښاغلي محسن هاشمي په قتل کې د لاس لرلو په تور پر ۱۶ کاله بند محکوم شوي دي.


د نجراب د ابتدایي محکمې رییس، قاضي خداداد ویلي: دغه حکمونه د جزا قانون د ۳۹۵ مادې پر اساس صادر شوي دي؛ مګر د قضیې طرفین حق لري چې په دویمه او درېیمه محکمه کې د هغو پروړاندې اقدام کوکړي.


د محسن هاشمي مېرمن، له دې حکم څخه ناخوښه ده.


د نجراب غږ رادیو مسوول او د امتیاز څښتن، عبدالمطلب حامد وویل: آغلې هاشمي هغه ته ویلي چې ټول تورن کسان د محسن هاشمي په قتل کې دخیل او د مرګ لایق دي.


نوموړي ویلي: د محسن مېرمنې له ما وغوښتل چې د هغې نوم د کورني او امنیتي ملاحظاتو په دلیل افشا نشي؛ مګر ټینګار یې وکړ چې دا ټول کسان یې د خاوند په مرګ کې مقصر دي او په ورته وخت کې اندېښمنه ده چې په عدلي او قضایي بنسټونو کې فساد ته په توجه سره دوی آزاد نه شي او هغه ته کوم ضرر ونه رسوي.


د نجراب ولسوالۍ څارنوال، محمد داوود هم ویلي چې صادر شوي حکمونه غیر عادلانه دي او شاید په وړاندې یې اقدام وشي.


نوموړي وویل: له تورنو کسانو څخه د تحقیق وروسته، موږ له قاضي څخه وغوښتل چې د جزا قانون د ۳۹۵ مادې مطابق، مولوي آصف او وصیم د قتل په تور پر اعدام او یا هم عمري بند محکوم کړي او په قتل کې د لاس لرلو په تور یې په پلار او بل ورور همدې ته ورته حکمونه صادر کړي؛ مګر قاضي له ۳۹۶ مې مادې څخه استفاده کړې ده.


اوس مهال د محسن مېرمن له خپلې یوې کلنې کوچنۍ لور سره د خپل پلار په کور کې ژوند کوي.