د محسن هاشمي په قتل تورن کسان خوشي شوي دي

شنبه وږی 1392,6,23

د کاپیسا ولایت د استیناف محکمې، د محسن هاشمي په قتل تورن کسان بې ګناه بللي او هغوی یې له بند څخه خوشي کړي دي.


دوې میاشتې وړاندې، د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ ابتدایې محکمې د ښاغلي محسن هاشمي دوه ورڼه، مولوي محمد آصف او وسیم د نوموړي د قتل په جرم پر ۱۶ کلونو بند محکوم کړل. دغه محکمې د دغه پېښې دوه نور شریکان، چې د محسن هاشمي پلار محمد هاشم او بل یې کوچنی ورور قاري عارف د( جرمي شواهدو د نشتون) له کبله بې ګناه بللي وو.


د کاپیسا د قضایي مسوولینو په وینا، د دغه تورنو کسانو د علني محکمې په جلسه کې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ ترسره شوه( د جرمي شواهدو د نشتون له کبله) د محسن هاشمي په قتل تورن کسان بې ګناه پېژندل شوي دي.


په همدې حال د دغه قضیې څارنوال وايي چې د دغه دوسیې په اړه د څارنوالۍ په رایه اعتراض لري. د دغه څارنوال په وینا، د محسن هاشمي د پلار او وروڼو په لاس د نوموړي د قتل کافي شواهد شتون لري.


له دې وړاندې او د ابتدایې محکمې د پرېکړې وروسته، د ښاغلي محسن هاشمي مېرمنې اندېښنه ښودلې وه چې په عدلي او قضایي بنسټونو کې د فساد له امله ممکن تورن کسان آزاد کړل شي. هغه همدرنګه د ټولو تورنو کسانو د اعدام غوښتنه کړې وه.


محسن هاشمي د روان کال د غوایي د میاشتې په دولسمه نېټه ورک او ۱۸ ورځې وروسته یې مړی کورته نږدې په یوه څاه کې پیدا شو.