
د افغانستان د ټاکنو او رسنیو لارښود، د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې له لوري د اروپایي هېوادونو د ټاکنیزو اصلاحاتو د مرکز او د اروپایي اتحادیې په همکارۍ چمتو او ۱۰۰۰ ټوکه یې د افغانستان له شلو زیاتو ولایتونو کې پر خبریالانو ووېشل شول.
د دغه لارښود محتوا په ډاګه کوي چې رسنۍ او خبریالان د پارلماني ټاکنو دوره څرنګه په تخصصي ډول پوښښ کوي او خبر رسونه کوي.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مسوولسن وایي چې خلکو د رسنیو په اطلاع رسونې باور کړی، بنآ په ټاکنیزه پروسه کې د بې طرفه او سمې اطلاع رسونې له څرنګوالي پوره معلومات یو مهم او د ښې راتلونکې امر دی؛ نو په دې اساس رسنۍ او خبریالان کولای شي چې د یاد لارښود له محتوا څخه ګټه واخلي.
د دغه لارښود سافټ شکل د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې د ویب سایټ څخه ترلاسه کولای شئ. خبریالان کولای شي د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې له سايټ څخه د دغه لارښود دري او پښتو کتابونه ترلاسه کړي.