په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د خبریال تحلیلي/ خبري سایت چې په افغانستان کې خپرونې کوي په هغه هېواد کې ورته لاسرسی محدود کړی دی.
په واقعت کې د بیان ازادي له هغو نړیوالو ارزښتونو څخه شمېرل کیږي چې په خلکو، بنسټونو او حکومتونو یې ملاتړ لازمي دی، په ځانګړې توګه هغه حکومتونه چې د سیاسي او مدني حقونو تړون یې لاسلیک کړی او د بشري حقونو نړیواله اعلامیه یې منلي وي، د هغه په رعایت او احترام مکلف دي.
د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون، دې ته په پام سره چې د پاکستان حکومت هم دسیاسي او مدني حقونو تړون لاسلیک کړی او هم یې د بشري حقونو اعلامیه منلې ده، نو د هغه حکومت له لوري د خبریال سایت ته د لاسرسي محدودیت له نړیوالو اسنادو څخه سرغړونه بولي او هغه په کلکو ټکو غندي.
موږ د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه لرو ترڅو ژرترژره دغه محدویدیت رفع کړي.
فدراسیون همدارنګه د افغانستان له حکومت غواړي ترڅو له ديپلوماتیک اړخه د دغه محدودیت د رفع کولو لپاره هڅه وکړي.
موږ ځانونه مکلف ګڼو چې د آزادو رسنیو او بیان آزادۍ د ملاتړو نړیوالو بنسټونو سره یو ځای د پاکستان پر حکومت فشار راوړو ترڅو له دا ډول مخالفو کړنو څخه لاس وکاږي.
د افغانستان د ژونالیستانو او رسنیزو بنسټونو د فدارسیون دارالانشا