
د خبریالانو صنفي او ملاتړو بنسټونو، نن د رسنیزو اخلاقو له نړیوالې ورځې لمانځنه وکړه. د وږي نهمه نېټه له څو کلونو راپدې خوا د رسنیزو اخلاقو د نړیوالي ورځې په توګه لمانځله کیږي.
د نن په ناسته کې، چې د افغانستان د خبریالانو د مرکز، د افغانستان د ژورنالیستانو د فدراسیون، د افغاستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ بنسټ نی او د یو شمېر خصوصي رسنیو په همکارۍ ترسره شوه، له مختلفو رسنیو څخه لسګونو خبریالانو پکې ګډون کړی وو.
د نی بنسټ مشر، مجیب خلوتګر په دغه ناسته کې د هغو هڅو په اړه چې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د ژورنالیزم د اخلاقي موازینو د تدوین لپاره ترسره شوي دي، مفصل توضیحات وړاندې کړل او د افغانستان د ژورنالیستانو د مرکز رییس، احمد قریشي هم د دغې ورځې د نومونې په رابطه او دا چې په تېرو کلونو کې یو شمېر هېودونو دغه ورځ لمانځي منل شوي او دوه برابره شوي، معلومات وړاندې کړل.
د دغه ناستې په بله برخه کې، د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د انجمن رییس او د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون د رهبري هیت غړي، خپلواک ساپي د افغانستان د ژورنالیزم د اخلاقي موازینو مسودې متن بیان کړ.
یاد متن، په تېرو میاشتو کې د افغانستان د ژورنالیستانو د فدراسیون او اطلاعات او کلتور وزارت په همکارۍ جوړ شو او نږدې وه چې د هېواد په څلور لویو ښارونو او په لویو لویو غونډو کې نظر غوښتلو ته واچول شي او وروسته له هغې په کابل کې د یوې لویې ناستې په ترځ کې تصویب کړل شي.
تراوسه دغه بنامه نده اجرا شوې او د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې د رییس او د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون د رهبرۍ هییت د غړي، محمد فهیم دشتي په وینا، د مالي امکاناتو نشتون د دغه ناستو د نه ترسره کېدلو اصلي دلیل دی.
دشتي په خپلو خبرو کې وویل: کله چې دغه طرحه واچول شوه، له افغانستان سره یو شمېر مرسته کوونکو نړیوالو بنسټونو او هېوادونو د هغه د مالي ملتړ اعلام یې وکړ؛ مګر باالاخره دوی ټول په شا شول او په خپلو وعدو کې پاتې راغلل.
په تېرو کلونو کې هم په افغانستان کې د ژورنالیزم د اخلاقي موازینو د تدوین لپاره هڅې ترسره شوي دي؛ ولې دا چې دغه هڅي پراخې نه وې او د هېواد د اکثره خبریالانو نظرونه او وړاندیزونه پکې شامل نه وو، تراوسه هم د افغانستان رسنیزه ټولنه د ټولو خبریالانو د منلو وړ اخلاقي موازینو د مجموعې له نشتون څخه ځورېږي.