په ننګرهار کې د انعکاس تلویزیون رییس اختطاف شو

پنجشنبه ليندۍ 1397,9,15

تېره ورځ د انعکاس تلویزیون رییس، انجینر زلمی په ننګرهار ولایت کې د نامعلومو کسانو له لوري اختطاف شوی دی. د پېښې په ترځ کې د ښاغلي زلمي موټر چلوونکی د اختطاف کوونکو له لوري وژل شوی دی.


د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو د ښاغلي زلمي د اختطاف خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې د دغه قضیې په څېړنه بوخت دي.


په کابل کې له امنیتي بنسټونو سره د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې د دوامداره اړیکو نیولو په ترځ کې د دغه بنسټونو مسوولینو ویلي، چې قضیه به وڅیړي.


د افغانستان د ژورنالیستان د ملي اتحادیې په ګډون د رسنیو صنفي او ملاتړو بنسټونو د ننګرهار له سیمه ییزو مسوولینو او په کابل کې له امنیتي بنسټونو سره په دوامداره اړیکو کې دي، ترڅو اختطاف کوونکي ردیابي او ښاغلی زلمی د هغو له منګولو آزاد کړل شي.