تېره ورځ د انعکاس تلویزیون رییس، انجینر زلمی په ننګرهار ولایت کې د نامعلومو کسانو له لوري اختطاف شو.
په همدې ورځ په بلخ کې د امریکا غږ خبریال، میرویس بیژن د جوزجان او بلخ په لاره د سیمه ییزو پولیسو له لوري وهل شوی دی.
د لومړۍ پېښې په ترځ کې د ښاغلي زلمي موټرچلوونکی د اختطاف کوونکو کسانو له لوري وژل شوی او په دویمه پېښه کې د ښاغلي بیژن له قول څخه روایت دي شوي دي چې د وهلو په جریان کې یې مخ او یوې پښې زیان لیدلی دی.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه په داسې حال کې چې د خبریالانو پروړاندې هرډول تاوتریخوالی د نافذه قوانینو خلاف ګڼي، له امنیتي بنسټونو سره په اړیکه کې دي ترڅو د دغه قضیو عاملین د قانون منګولو ته وسپارل شي.
اتحادیه، د خبریالانو له نورو ملاتړو او صنفي بنسټونو سره په همکارۍ چې د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو د فدراسیون له چتر لاندې فعالیت کوي، د دغه قضیو جدي څېړنه به وکړي.
موږ له امنیتي بنسټونو او نورو مربوطه جوړښتونو څخه غوښتنه لرو، ترڅو دا ډول قضیې په جدي توګه وڅيړي.
موږ هیله لرو، چې د خپلواکو رسنیو او بیان آزادۍ نړیوال مدافع بنسټونه د افغانستان پر حکومت فشار راولي، ترڅو دغه قضیو ته په جدي توګه رسیده ګي وکړي.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا