تېره ورځ، د ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ د قلم رادیو په ودانۍ کې چاودنه رامنځته شوه چې له امله یې د دغه رادیوو ودانۍ او تخنیکي وسایل تخریب شول.
د قلم رادیو مسسولینو ویلي دي، چې د دغه چاودنې عامل د یادې رادیو پّ ستیډیو کې ځای په ځای شوی ماین وو.
د ننګرهار د والي ویاند، احمدضیا عبدالزی وایي: امنیتي بنسټونو د دغه قضیې د عاملینو د پیدا کولو لپاره جدي څېړنې پیل کړي دي.
په ننګرهار کې د افغانستان د ژورنالیستان ملي اتحادیې مسوولینو په یاد ولایت کې د رسنیو او خبریالانو پروړاندې د تاوترخوالي له زیاتېدو څخه په اندېښې ښکارولو وایي، چې امنیتي بنسټونه باید د خبریالانو او رسنیو د امنیت نیولو لپاره زیاتې هڅې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په جلال آباد ښار کې د تېرې اونۍ په ترهګریز برید کې، په ننګرهار کې د ملي تلویزیون ودانۍ او ملي ارشیف ډېر زیانمن شول.
په جلال آباد کې د ملي تلویزیون د مسوولینو په وینا، د دغه تلویزیون آرشیف تول له منځه تللی دی او د ودانۍ نورو برخو او تجهیزاتو ته یې زیان رسولی دی.