د بیان ازادي باید د سولې د خبرو قرباني نه شي

یکشنبه مرغومی 1397,10,30

که څه هم تر بل هر وخت سوله د هیواوالو جدي اړتیا او غوښتنه بلل کیږي او له نیکه مرغه چې په دې ورستیو کې د سولې په اړه روانو خبرو اتر ددغه اړتیا پور کیدلو لپاره څه ناڅه هیلي پیدا کړي او د ټولنې هرې برخې روانو هڅوته لبیک ویلی.


او همدارنګه په هیواد کې د رسنیو او ژورنالیستانو ملاتړو بنسټونوو، په ځانګړې توګه د ((افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون)) هم د سولې په اړه د ورستیو هلو ځلو هرکلی کړی او دا ژمنه کوي چې په دې اړه به د هیواد د نافذه او رسنیو د قوانینو په رڼا کې خپله اغیزمنتیا و نه سپموي.


که څه هم دا معلومه خبره ده چې په تېرو ۱۸ کلونو کې په  افغانستان کې د بیان ازادي او د ازادو رسنیو فعالیت یوه لویه لاسته راونه بلل کیږي؛ خو له بده مرغه چې د سولې د خبرو اترو په روان بهیر کې دغه لوی ارزښت ته هیڅ اشاره نده شوې؛ نو په همدې دلیل يې یو شمير اندېښنې راپورته کړې چې په لاندې ډول ذکر شوي دي.


-د سولې د خبرو اترو په پروسه کې یو شميرنړیوال بنسټونه، هیوادونه، افغان دولت، طالبان او نور ټول هغه بنسټونه چې په دغه پروسه کې ښکیل دي باید د بیان ازادي او د ازادو رسنیو بنسټيز اصلو په نظر کې ونیسي. 


-د سولې د خبرو اترو پایله باید داسې نه وي چې د خبریالانو او رسنیو لپاره د اساسي قانون، اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون، د ټولنيزو رسنیو قانون او نورو تقنیني قوانینو سره په ټکر کې واقع شي.


-رسنۍ او د ((افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون)) په داسې حال کې چې د سولې د خبرو اترو او په هیواد کې د سر تاسري سولې د ټینګښت کلک ملاتړ کوي خو هیڅکله هم نه غواړي چې هغه ارزښتونه قرباني کړي چې په تيرو اتلسو کلونو کې يې ورته کلکه مبارزه وکړله.


-د سولې د خبرو اترو په پایله کې دې ښکيلې غاړې او په ځانګړې توګه وسله‌وال طالبان دا ژمنه ورکړي چې خبریالان او د رسنیو کار کوونکي به خوندي وي او د اطلاعاتو د را ټولو په خاطر د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې به د هغوي پر ورتګ هیڅ ډول تهدید نه وي او د خبریالانو د تګ او راتګ مانع باید نشي.


-په پاي کې د افغان دولت څخه په کلکه غوښتنه کیږي چې په اعلامیه کې ذکر شوو ارزښتونو ته ژمن واوسي او له وسله‌والو طالبانو سره په خبرو کې دې خپل نړیوال ملګري بنسټونه او دسولې خواخوږي پر دې مجبور کړي چې ذکر شوې برخې خپلې سرې کرښې و پيژني.


و من الله توفیق