په تخار کې پر همصدا رادیو برید د وڅېړل شي

چهارشنبه سلواغه 1397,11,17

خبری اعلامیه شمیره : ۲۱۲


تېره ورځ په تخار ولایت کې وسلوال کسان د همصدا رادیو ودانۍ ته د ننه شوي او د یادې رادیو دوه تنه کارکوونکي یې وژلي دي.


په هغه اړیکو کې چې تراوسه د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې د یادې رادیو له مدیر مسوول او د تخار له امنیتي چارواکو سره نیولي دي، ویل کیږي چې د دغه قضیې په اړه څېړنې پیل شوي دي.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه په داسې حال کې چې په همصدا رادیو برید او د یادې رادیو د کارکووونکو وژنه په کلکو ټکو غندي له اړوند دولتي بنسټونو غواري ترڅو د دغه قضیې تحقیقات په جدي ډول پرمخ بوزي او پایلې یې په نږدې وخت کې له رسنیو او د خبریالانو له صنفي او ملاتړو بنسټونو سره شریکې کړي.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې اجرایه شورا