په لوګر کې د یوه خبریال له وژنې د مخنیوي هڅې

سه‌ شنبه چنگاښ ۱۳۹۳,۴,۳۱

په لوګر کې د پژواک خبري آژانس خبریال، عبدالمقصود عزیزي په وار وار سره په مرګ ګواښل شوی دی.


عزیزي تازه یو داسې راپور خپور کړی دی چې په هغه کې د لوګر والي په اداري فساد کې په لاس لرلو تورن شوی دی. د عزیزي په وینا او د هغه خبر په اساس چې پژواک خبري آژانس خپور کړی دی، نا معلوم کسان چې اټکل کیږي د لوګر والي له نږدې کسانو څخه دي په تېرو ورځو کې په وار وار سره عزیزي په مرګ ګواښلی دی.


په هغه راپور کې چې عزیزي د لوګر والي نیاز محمد امیري په اداري فساد کې په لاس لرلو تورن کړ دی، د اسنادو او مدارکو او د حکومتي مسوولینو د اظهاراتو په اساس دغه تور د لوګر په والي لګول شوی دی. د دغه راپور په اساس د ملي اردو اړوند ۲۰ زره لیتره تېل چې په غیر قانوني ډول په بازار کې خرڅېدل د پولیسو له لوري نیول شوي او د لوګر ولایت مقام ته سپارل شوي دي او وروسته همدومره اندازه تېل بیا ځلې بازار ته لېږل شوي او خرڅول کیږي.


عزیزي یوه اندازه شواهد او مدارک د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې په اختیار کې ورکړي چې معلوميږي نوموړي هڅه کړې چې په خپل راپور کې د دغه تور په آړه د لوګر والي نظر هم اضافه کړي؛ خو والي په تاوتریواخلي سره ده ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.


نور مدارک دا په ډاګه کوي چې له عزیزي سره ځینو کسانو اړیکه نیولې ده او په قهر، توهین او ښکنځلو سره یې نوموړي ته اخطار ورکړی دی چې دی به هتمن وژني.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې دغه اسناد او مدارک د هغه تلیفوني اړیکو سره چې عزیزي یې د هغه په وسیله تهدید کړی دی د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست په واک کې ورکړي دي.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې د مسوولینو په وینا نږدې ده چې یاده اتحادیه د امنیتي بنسټونو له لوري دغه مدارکو ته د رسیدګي پروسه او د دغه قضیې څېړنه تعقیب کړي.


په همدې حال په راپور کې چې د پژواک خبري آژانس په دې اړه خپور کړی دی راغلي دي چې د لوګر ولایت مسوولینو د عبدالمقصود عزیزي په تهدیدولو کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې په خپله هم په دې اړه څېړنې کوي.