د خبریال ملي ورځې له نومولو هرکلی کوو

دوشنبه كب 1397,12,27

خبری اعلامیه شمیره : ۲۱۳


د ملي وحدت حکومت د کابینې په وروستۍ ناسته کې، د کب میاشتې اوه ویشتمه د خبریال ملي ورځې په نامه ونومول شوه او نن په ټول هېواد کې له دې ورځې لمانځنه کیږي.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د دغه ورځې د نومولو هرکلی کوي او د دې ورځې نومول د هېواد د خبریالۍ ټولنې هڅو او هغه قربانیو ته درناوی بولي کوم چې خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د بیان آزادي او د خپلواکو رسنیو فعالیت د تامین په لار کې کړي دي.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه له رسنیو او د خبریالانو له ټولو صنفي او ملاتړو بنسټونو په ځانګړې توګه د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو له فدراسیون څخه مننه کوي چې د دغه ورځې د نومولو لپاره یې کلونه کلونه هڅې کړي دي.


هیله مو دا ده چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له پخوا څخه زیات په حرفوي او بې طرفه خبر رسونه کې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.


زموږ هڅه به دا وي چې له دغه فرصت څخه په ګټه اخیستنې سره د رسنیو او خبریالانو د ستونزو او مشکلاتو کچه راټيټه کړو او د ورته بنسټونو، د افغانستان دولت او د رسنیو او خبریالانو ملاتړو نړیوالو بنسټونو سره په همکارۍ په هېواد کې د رسنیز فعالیت لپاره یوه بهتره زمینه برابره کړو.


د خبریال ملي ورځ د ټولو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته مبارک وي


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې اجرایه شورا