د جمهوري ریاست له لوري د یو شمېر خبریالانو د ستاینې په اړه

چهارشنبه وری 1398,1,14

د اعلامیې شمېره: ۱۲۱


نږدې درې اونۍ وړاندې د جمهوري ریاست د ویاند له دفتر څخه د فدراسیون له سکرتریت سره اړیکه نیولې او غوښتنه وشوه چې د ستاینې لپاره د خبریالانو نوملړ دوی ته ولېږو.


د هغه معلوماتو په بنسټ چې دوی فدراسیون ته ورکړي دي، ټاکل شوې وه د خبریالانو له ملي ورځې(کب ۲۷) په نمانځنې کې وستایل شي.


د کب ۲۷ مه د خبریالانو ملي ورځې په توګه نومولو وړاندیز، د فدراسیون له لوري جمهوري ریاست ته وړاندې شوی وو او د کابینې په یوه ناسته کې تصویب شوی وو.


د جمهوري ریاست د ویاند دفتر د غوښتنې په ځواب کې د فدراسیون د رهبرۍ له لوري د سرتاسري رسنیو څخه د پنځلسو خبریالانو نوملړ او د یو شمېر ولایاتو د سیمه ایزو رسنیو څخه د شپاړسو خبریالانو نوملړ ترتیب او دوی ته ولېږل شو.


فدراسیون اعلام کوي چې د جمهوري ریاست له لوري د خبریالانو په ستاینه کې یې فقط همدوره سهم لرلی او داچې د دغه خبریالانو د ستاینې په اړه څنګه تصمیم نیول شوی یا دا چې له دې موضوع سره څنګه چلند شوی،په دې اړه اصلآ هېڅ رول نه لري.


وروسته له هغه محفل چې د وري په دوولسمه د خبریالانو د ستیانې لپاره په ارګ کې جوړ شو، یو شمېر خبریالانو شکایت درلود چې فدراسیون له دوی څخه په ستاینه کې حق تلفي کړې ده.


فدراسیون په دې اړه په دوو عمده ټکو ټینګار کوي:


لومړی دا چې د هغه خبریالانو تعداد چې باید د جمهوري ریاست له لوري ستایل شوي وای، د جمهوري ریاست له لوري مشخص شوی دی(پنځلس نفره له کابل او شپاړس نفره له ولایاتو) او فدراسیون تنها د دغه نوملړ د جوړولو مسوولیت درلود او په واقعت سره دوی نه شوای کولای چې د ټولو خبریالانو لپاره د ستایلو غوښتنه وکړي.


دویم دا چې د هغه خبریالانو نوملړ چې باید ستایل شوي وای د رسنیو له مدیرانو سره په تفاهم جوړ شوی وو او فدراسیون د دوی په ټاکلو کې مستقیم رول نه درلود.


یو ځل بیا اعلام کوو چې فدراسیون د رسنیو او خبریالانو د خدمت کوونکي او مرسته کوونکي بنسټ په توګه په خپلو مکلفیتونو په دقیق ډول او د افغانستان د قوانینو په چوکاټ کې عمل کوي او د خپلو کړنو په اړه هر یوه خبریال او رسنیو او حتا اړوند دولتي او غیر دولتي بنسټونو ته د ځواب ویلو لپاره حاضر دی.


د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو د فدراسیون دارالانشا