
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه لومړنی بنسټ دی چې د مرکزي دفتر(کابل) او ځینو نورو ولایتونو څخه وروسته خپله نمایندګي په بامیان ولایت کې افتتاح او په فعالیت پیل کوي. په بامیانو کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې ولایتي مسوول، اسحق اکرمي وایي چې په دغه ولایت کې د رسنیو او خبریالانو هېڅ کوم ملاتړی بنسټ فعال نه دی. مګر دا لومړنۍ اتحادیه ده چې په بامیانو کې د خبریالانو څخه د ملاتړ لپاره جوړه شوې ده. په دې مراسمو کې د بامیان ولایت مرستیال محمد آصف مبلغ، په بامیانو کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې هماهنګ کوونکی اسماعیل ذکي، د بامیانو د اطلاعات او کلتور ادارې د اطلاعاتو آمر احمد حسین احمد او د بامیانو ولایت یوه خبریال عباس نادري خبرې وکړې. د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه په ۱۳۵۹ لمیز کال په کابل کې تاسیس شوه او د څلورو لسیزو په تېرېدلو سره له دوه زره زیاتو خبریالانو د دغه صنفي اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړی او په ۱۳۹۷ لمریز کال کې په بامیانو کې هم ۲۲ خبریالانو د دغه اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړی دی.