د ژورناليستانو ملي اتحاديې د لغمان ولايتي دفترغړو د همغږۍ ناسته ترسره کړه

چهارشنبه غویی ۱۳۹۸,۲,۴

ياده ناسته د افغانستان د ژورناليستانو د ملي اتحاديې د لغمان ولايتي دفتر مسول عتيق الله قريشي په مشرۍ جوړه شوې وه، چې د لغمان ولايت د ژورناليستانو د ملي اتحاديې غړو په کې ګډون کړی و. په پيل کې د ژورناليستان د ملي اتحاديې ولايتي مسول عتيق الله قريشي د پرانستونکې وینا ترڅنګ د لغمان د ژورناليستانو فعاليتونه او هڅې وستايلې. نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: کوم ژورناليستانو چې د کار پر مهال له ستونزو سره مخامخ کېږي، بايد پر وخت موږ ته خبر راکړي، څو د ستونزو د حل په موخه يې هلې ځلې ترسره شي. ښاغلي قريشي د افغانستان د ژورناليستانو د ملي اتحاديې د ټولو مشرانو څخه د منننې ترڅنګ له دوی وغوښتل چې د لغمان ژورناليستانو لپاره د ظرفيت لوړونې په موخه زمینه برابره کړي. وروسته په وار سره يو شمېر ژوناليستانو د اتحاديې د بهبود او د غوره فعاليتونو په موخه خپل نظرونه وړاندې کړل، دوی همداراز د افغانستان د ژورناليستانو د ملي اتحاديې د مرکزي دفتر څخه وغوښتل، څو د لغمان ژورنالیستانو لپاره د ظرفيت لوړونې ترڅنګ يو شمېر نور پروګرامونه برابر کړي. په پای کې هغه تقديرنامې هم په ژورناليستانو وويشل شوې چې د ژورناليستانو د ملي ورځې په وياړ د لغمان ژورناليستانو ته برابرې شوې وې.