د اعلامیې شمېره: ۲۱۴
سبا چې د مې میاشتې درېیمه ده او د غویي میاشتې له دیارلسمې سره سمون خوري؛ د رسنیو د ازادۍ له نړیوالۍ ورځې سره برابره ده.
خبریالانو، د رسنیو کارکوونکو، مدیرانو او له رسنیو د ملاتړ بنسټونو او ادارو په تېرو ۱۸ کلونو کې په زیاتو هڅو او قربانیو سره د بیان د ازادۍ له ارزښتونو، په هېواد کې د رسنیو له فعالیتونو او د اطلاع رسونې له پروسې څخه دفاع کړې او اوس هم د دغو ارزښتونو ساتنې ته ژمن دي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د خبریالانو د له تر ټولو لوی او پخواني صنفي بنسټ په توګه، د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په پار له ټولو هغو وګړو او ډلو څخه چې په هېواد کې د ازادۍ د بیان د تامین، د رسنیو د ازادو فعالیتونو او اطلاع رسونې په برخه کې یې هڅې کړې او په دې لاره کې یې قربانۍ ورکړې، منندویي کوي او یو ځل بیا ټینګار کوي چې تل په څېر به یو ځل بیا د رسنیو د ټولو کارکوونکو په څنګ کې درېږي او له دوی څخه به هېڅ ډول مرسته او ملاتړ نه سپموي.
دا چې اوسمهال د سولې په روانو خبرو کې د بیان ازادي او د ازادو رسنیو فعالیت له کلیدي مواردو څخه دي، موږ په دې باور یو چې هېڅوک او هېڅ ډله نه باید چې د دغو ارزښتونو پر وړاندې ودرېږي او یا د هغو د محدودولو لپاره هڅه وکړي.
د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د هېواد د رسنیو همکاري، همغږي او د ټولنې واحد غږ د ټولو هغو لاسته راوړنو او ارزښتونو د ساتنې یوازینۍ لاره بولي چې د هېواد رسنیزي ټولنې د هغو د تامین او ساتنې لپاره په تېرو اتلسو کلونو کې هڅه او مبارزه کړې ده.
نو له همدې کبله، له دغه فرصته په ګټې اخیستو د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ د هېواد د رسنیو ټولو کارکوونکو ته مبارکي وایو او هیله من یو چې په راتلونکو کلونو کې د رسنیو او خبریالانو د فعالیت لپاره اسانه او ازاده فضا ولرو.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې اجرایه شورا