د یوې مهمې رسنیزې څهرې ټپي کېدل

دوشنبه وری 1397,1,6

د اعلامیې شمېره: ۲۰۰


تېره ورځ د جنوبي آسیاد د ژورنالیستانو د انجمن(سفما) رییس، احمد ضیا بومیا په یوه چاودنه کې ټپي شو.


ښاغلی بومیا چې له ډېرې مودې راپه دې خوا د هېواد په رسنیزو فعالیتونو کې له یوې پېژندل شوې څېرې څخه شمېرل کیږي، د حضوري چمن د تېرې ورځې په چاودنه کې ټپي شو.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې دا پېښه غندلې ده؛ مګر دا چې د ښاغلي بومیا ټپونه ژور نه دي او د نوموړي روغتیایي حالت ښه دی، دا زموږ خوشبختي ده.


د اتحادیې غړي، اجرایه شورا او عالي شورا د ښاغلي بومیا لپاره روغتیا غواړي او د عاجلې شفا غوښتنه کوي.


 


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې اجرایه شورا