د اعلامیې شمېره: ۱۶۱
په وروستیو ورځو کې د کابل پولیسو خارجي خبریال ته مشوره ورکړې چې له ساتونکي پرته په ښار کې مه ګرځه.
یاده مشوره ظاهرآ د خارجي ښاریانو د امنیت د تامین لپاره د پولیسو د برنامو یوه برخه ده. د کابل پو لیسو ټولو کبل مېشته خارجي ښاریانو ته دا امر کړی دی چې خارجي خبریالان هم له دغه امر څخه مستثنا نه دي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د پولیسو دغه اقدام په هېواد کې د نافذه قوانینو خلاف او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق او د آزاد رسنیز فعالیت سره په تضاد کې بولي.
موږ په دې باور یو چې په کابل کې د خارجي خبریالانو د امنیتي اندېښنو د شتون په صورت کې، امنیتي بنسټونه په ځانګړې توګه پولیس باید نورې طرحې اجرا کړي.
دا په ډاګه ده چې خبریالان نه شي کولای د امنیتي ساتونکو سره په ښار کې وګرځي او د پېښو پوښښ وکړي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د هېواد له امنیتي بنسټونو غواړي ترڅو خبریالانو ته په هېڅ دلیل ممانعت جوړ نه کړي او د دا ډول اقداماتو په ځای اړین امنیتي تدابیر ونیسي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې اجرایه شورا