د پژواک په اړه د فدراسیون اعلامیه

چهارشنبه غبرگولی 1395,3,26

په پژواک خبري آژانس د امرالله صالح د تورونو په تړاو د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو د فدراسیون اعلامیه


د اعلامیې شمېره: ۱۳۰


د پژواک خبري آژانس د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون ته شکایت لیک لېږلی او په هغه کې یې د(روند سبز افغانستان) له رییس، امرالله صالح څخه شکایت کړی دی.


په دغه شکایت لیک کې د ښاغلي صالح د فیسبوک پاڼې څخه داسې نقل قول راغلی دی: د ملي وحدت حکومت د پاملرنې وړ: د دولت د بودیجې له اصراف څخه د مخنیوي او د شفافیت او حساب ورکولو په لار کې د یو بل قدم پورته کولو لپاره د پژواک خبري آژانس د اطلاعات او فرهنګ ــ دفتر ریاست، جمهوري ریاست او یا هر کوم بنسټ چې تاسې یې لازم ګڼی د هغه یو چز یې کړی. تقریبآ ټولو ته معلومه ده چې د پژواک خبري آژانس د دولت له بودیجې څخه تمویل شوی او د دولت له خاصو څانګو هدایت کیږي. په استخباراتي هنر کې کله چې خاص فعالیتونه خپل پوښښ له لاسه ورکوي باید لغوه شي او یاهم په دولت کې جذب شي. “قابل توجه حکومت محترم وحدت ملی: به خاطر جلوگیری از اصراف بودیجۀ دولت و نهادن یک گام دیگر در راستای شفافیت و حسابدهی آژنس خبرگزاری پژواک را جز وزارت اطلاعات و فرهنگ – ریاست دفتر ریاست جمهوری و یا هر نهاد دیگری که لازم می دانید سازید. تقریبا به همگان معلوم است که آژانس محترم خبرگزاری پژواک از بودیجه مستوره دولت تمویل گردیده و از بخش های خاص دولت هدایت میشود. در هنر استخبارات وقتی فعالیت های خاص پوشش خود را از دست می دهند باید لغو گردند یا هم جذب در بنده دولت شوند. در این امر خیر به شما موفقیت آرزو دارم.”


د هغه ایمېل په ځواب کې چې ښاغلي صالح ته د پژواک خبري آژانس له لوري ورلېږل شوی وو او د دغه تور استفهام شوی وو، ښاغلي صالح روښانه ځواب نه وو وړاندې کړی او بیا ځلې یې په همغه لومړنۍ موضوع ټینګار کړی دی.


د پژواک خبري آژانس فدراسیون ته داسې اسناد ورکړي چې دا ثابتوي چې د ښاغلي صالح دغه نظر ښکاره کول د یادې رسنۍ حیثیت ته زیان رسولی او د طالبانو له لوري دغه رسنۍ او په مرکز او مختلفو ولایتونو کې په لسګونو تنو خبریالانو ته یې امنیتي تهدیدونه جوړ کړي دي.


د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون، د پژواک خبري آژانس د شکایت او د امرالله صالح نقل قول او هغه پایلې چې دغه مسلې لري په نظر کې نیولو سره علام کوي چې ښاغلی صالح باید هغه سندونه او مدارک چې پر پژواک لګېدلي تورونه ثابتوي وړاندې کړي؛ کني له هغې پرته له پژواک او د هغه له کارکوونکو معذرت وغواړي او هغه تورونه چې لګولي دي، پس واخلي.


همدارنګه فدراسیون له اړوند بنسټونو په ځانګړې توګه د شکایتونو اورېدلو او رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې له کمیسون غواړي چې په دې اړه د پژواک شکایت ته جدي او قانوني رسیدګي وکړي.


فدراسیون اعلام کوي چې خلک، ډلې او مراجع باید دغه ټکي ته پام کې ولري چې په رسنیو او خبریالانو تور لګول د فدراسیون له لوري په دقت سره څېړل کیږي او بې ځوابه نه پاتې کیږي.


 


د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون