اعلامیې شمېره: ۱۶۰
په وروستیو ورځو کې د هېواد په مختلفو برخو کې رسنیو او خبریالانو ته ګڼې پېښې او ستونزې رامنځته شوي دي چې تازه اندېښنې یې جوړې کړي دي.
په جلال آباد ښار کې د رادیو په ودانۍ برید چې نن رامنځته شو، تېره ورځ په لغمان ولایت کې د پولیسو له لوري د یوه خبریال وهل ډبول او د همدې اونۍ په لومړیو کې په هلمند ولایت کې د دوو خبریالانو وژل کېدل د رسنیزو فعالیتو په تړاو امنیتي اندېښنې زیاتې کړي دي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه په هېواد کې د شته امنیتي ستونزو په درک کولو سره له امنیتي بنسټونو غواړي چې د خبریالانو او رسنیو د امنیت او خوندیتوب د ټینګښت په هدف زیاتې هڅې وکړي.
له بل لوري نن د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د رسنیو له لوري له آلوتونکو کمرو ګټه اخیستنه منع کړه او دغه اقدام یې د امنیت شورا په دستور بللی دی.
د امنیت شورا له لوري د آلوتونکو کمرو د بندولو دلیل چې د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ترې یادونه شوې، له دا ډول کمرو څخه استفاده د امنیتي ستونزو جوړولو احتمال دی.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه اعلام کوي چې د هېواد خاصو امنیتي شرایطو ته په کتو سره شاید اړتیا وي، له دا ډول کمرو څخه استفاده په خاصو مواردو او سیمو کې محدود شي.
موږ له حکومت غواړو ترڅو د خبریالانو له صنفي او ملاتړو بنسټونو سره په همکارۍ د شته شرایطو تر ختمېدو یوه موقتي تګلاره وضع کړي ترڅو له یوې خوا رسنۍ وکولای شي د اړتیا په وخت کې ترې ګټه واخلي او له بل لوري له آلوتونکو کمرو څخه ګټه اخیستنه د امنیتي ستونزو جوړولو باعث نه شي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه په هېواد کې د رسنیو فعالیتونو آزادۍ د یوه اصل او ارزښت په توګه د نظام د ټولو ارګانونو په احترام ټینګار کوي او غوښته لري چې هېڅوک او یا هم هېڅ بنسټ باید په هېواد کې د دا ډول فعالیتونو مخه ونیسي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې اجرایه شورا