خبریالان باید په غیر قانوني ډول او پرته له دلیلونو ونه نیول شي

یکشنبه غبرگولی 1395,3,9

د اعلامیې شمېره: ۱۵۹


په ننګرهار کې د بي بي سي سیمه ایز خبریال، نعمت الله کریاب، نن د یاد ولایت د امنیتي موظفینو له لوري نیول شوی دی.


تراوسه دا نه ده معلومه شوې چې ښاغلی کریاب ولې او په کوم تور باندې نیول شوی دی او سیمه ایزو چارواکو هم په دې اړه له نظر ورکولو ځان ساتلی دی.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه په داسې حال کې چې د هېواد د امنیتي بنسټونو قانوني مسوولیتونو او صلاحیتونو ته احترام کړي، اعلام کوي چې د ښاغلي کریاب د نیول کېدلو دلیل باید ژر تر ژره په ډاګه کړل شي.


د هېواد د قوانینو په بنسټ، خبریالان او رسنیز کارکوونکي له حقونو او امتیازاتو برخمن دي چې د رسنیزو فعالیتونو آزادي هم له دې جملې څخه ده  او نباید پرته له قانوني دلیلونو محدود شي.


د افغانستان د ژورنالیستانوملي اتحادیه له امنیتي بنسټونو غواړي چې له خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو سره د قانون له دایرې څخه بهر هېڅ ډول چلند ونه کړي.


موږ یو ځل بیا ټینګار لرو چې ښاغلی کریاب ژر تر ژره خوشی شي او د هغه شواهدو او مدارکو د شتون په صورت کې چې وکولای شي د ښاغلی کریاب نیول کېدل وښیي، دغه دلایل باید په سرعت واضع او ښکاره شي.


 


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې اجرایه شورا