په کندز کې د رسنیو حالت د ادندېښنې وړ دی

یکشنبه تله 1394,7,12

د اعلامیې شمېره: ۱۵۰


له هغه وروسته چې طالبانو د کندز ښار  ونیوو او په وروسته له هغې چې د دولتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ جنګ ادامه لرله په ګندز کې یو شمېر فعالې ملي او سیمه ایزې رسنۍ له جدي ستونزو سره مخ شوې.


هغه راپورونه چې تراوسه د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې ته رسېدلي دي، ښکاره کوي لږ تر لږه د شپږو خصوصي رسنیو دفترونه، وسایل او تجهیزات سوځولي، له ځان سره وړي او یا يې هم وېجاړ کړي دي. 


همدارنګه په کندز کې د ترهګرو شتون د دې سبب شوی دی چې د محلي او نړیوالو رسنیو لسګونه خبریالان اړ شي له خپلو کورنیو سره کندز پریږدي او نورو ولایتونو ته پناه یوسي.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د هېواد له امنیتي ځواکونو غواړي د ترهګرو په وړاندې د عملیاتو په جریان کې د رسنیو او د هغوی د کارکوونکو خوندیتوب ته پام وکړي.


موږ همدارنګه له دولت او له غیر دولتي ملي او نړیوالو بنسټونو غواړو ترڅو د هغه رسنیو د کومک لپاره پوره آمادګي ولري کومې چې په وروستیو ورځو کې په کندز ولایت کې ورته زیان رسېدلی دی.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د کندز رسنیو ته د آوشتو زیانونو دقیقو څېړنو ته چمتوالی ښکاروي او له هر ډول دولتي او غیر دولتي ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ لپاره چمتو ده.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې اجرایه شورا