د اعلامیې شمېره:۱۴۹
په کندز ولایت کې له څو ورځینیو نیښتو وروسته، یو شمېر خبریالان چې په یاد ولایت کې یې د ملي، سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو لپاره فعالیت کوو د کندز ښار پرېښودلو ته اړ شوي دي او کابل، بلخ، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو ته کوچېدلي.
په دې منځ کې ښه خبر دا دی چې تراوسه د کندز خبریالانو ته د زیان اوښتو کوم خبر نه دی په لاس راغلی.
یو شمېر دغه خبریالان تراوسه د کندز له ننه او شاوخوا ولایتونو څخه د کندز اړوند خبرونو پوښښ کوي چې خلکو ته د خبر رسولو او پوهولو په لار کې د دوی دغه ژمنه د قدر وړ ده.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه په داسې حال کې چې هڅه کوي په هره ممکنه توګه د کندز له خبریالانو سره مرسته وکړي د خبریالانو ملاتړو ملي او نړیوالو بنسټونو غواړي ترڅو له دغه خبریالانو سره چې له خپلو کورنیو سره د کندز پرېښودلو ته اړ شوي دي، مرسته وکړي.
موږ همدارنګه د افغانستان له دولت په ځانګړې توګه له اطلاعات او کلتور وزارت، د ولسمشر دفتر او د اجرایه رییس له دفتر غواړو چې له دغه خبریالانو سره مرسته وکړي.
د دغه خبریالانو سره د مرستې د علاقمندۍ په صورت کې او د دوی په اړه کره مالوماتو ته د اړتیا په وخت کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه له مرسته کوونکو سره هر اړخیزې همکارۍ ته حاضره ده.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې اجرایه شورا