د افغان خبریالانو د مهاجرت په اړه

چهارشنبه وږی 1394,6,25

د اعلامیې شمېره: ۱۴۷


دوې ورځې وړاندې د افغانستان یو شمېر خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو کابل پرېښود او په اورپا کې د پناه اخیستلو لپاره یې په غیر قانوني لارو د سفر ملا وتړله.


په داسې حال کې چې تراوسه د هغوی دقیق شمېر نه دی معلوم، داسې ښکاري چې شمېر یې له شلو زیات دی. همدارنګه ویل کیږي چې د هغوی یو شمېر یې له خپلو کورنیو سره یو ځای په مهاجرت لاس پورې کړی دی.


د دوی د دقیق شمېر معلومولو لپاره څېړنې روانې دي او ډېر ژر به په دې اړه تازه معلومات وړاندې شي.


په تېره یوه کال کې چې په افغانستان کې اقتصادي او امنیتي حالت مخ په خراپېدو شو، یو شمېر زیاتو افغانانو په مهاجرت لاس پورې کړی دی.


د دغه ډلې د تهدید د احتمال په اړه شوې څېړنې ښیي، که څه په هم افغانستان کې رسنیز کار خطر لري او نږدې ۱۲۰۰۰ خبریالان او رسنیز کارکوونکي په مستقیم او غیر مستقیم ډول له دغه تهدیدونو سره مخ دي، خو یاده ډله له کوم خاص تهدید سره مخ نه ده.


په تېر کې، کله چې خبریالان او رسنیز کارکوونکي له ستونزو او تهدیدونو سره مخ وو د رسنیو صنفي او ملاتړو بنسټونو د دغه تهدیدونو او ستونزو د له منځه وړلو لپاره زیاتې هڅې کړي دي.


په دې وروستیو کې یو شمېر خبریالان چې د طالبانو له لوري تهدید شوي وو د همدغه بنسټونو په همکارۍ خوندي ځایونو ته وړل شوي دي او د خطر د رفع کوو تر وخت پورې د خبریالانو او رسنیو نړیوالو ملاتړو بنسټونو په همکارۍ د هغوی او د دوی د کورنۍ د ژوندانه هزینې برابرې او د دوی په واک کې ورکړل شوي دي.


په همدې حال، یو شمېر چې په دې وروستیو کې په مهاجرت لاس پورې کړی دی اصلن دوی هېح هم له یادو بنسټونو سره اړیکه نه ده نیولې او د ځاني تهدیداتو او نورو مشکلاتو په اړه هېح شکایت نه درلود.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه په داسې حال کې چې له خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو څخه هر اړخیز ملاتړ اعلاموي او دا مني چې په هېواد کې رسنیز فعالیت له تازه ستونزو او محدودیتونو سره مخ دی، له ټولو رسنیزو فعالانو غواړي چې د خپل هېواد او خلکو په وړاندې د خپل مسوولیت د رفع کولو همدارنګه په صداقت او ژمنې سره خپل کار ته ادامه ورکړي.


موږ به له ملي او نړیوالو بنسټونو سره په اړیکه کې وو، ترڅو د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي او په هېواد کې د رسنیز فعالیت لپاره بهتره زمینه برابره کړي.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې اجرایه شورا