د اعلامیې شمېره:۲۱۶
د نوامبر دویمه، چې د لمریز کال د لړم له ۱۱ مې نېټې سره سمون خوري د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د بښنې نړیواله ورځ ده.
له دې ورځې څخه په زیات شمېر هېوادونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په ځانګړې توګه د خبریالانو د قتل دوسیو څېړلو ته د توجه جلبولو لپاره ګټه اخیستل کیږي.
په تېرو ۱۹ کلونو کې افغانستان کې نږدې ۱۳۰ خبریالان وژل شوي او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي سلګونه موارد رامنځته شوي دي.
که څه هم د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې په جوړېدو سره ــ نږدې درې نیم کاله وړاندې ــ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي اکثره مواردو ته چې له تېرو کلونو څخه پاتي وو، رسیدګي شوې ده او نویو قضیو ته د رسیدګي لپاره کړنلارې جوړې شوي دي؛ خو تراوسه هم د خبریالانو د قتل قضیو په مورد عمده ستونزې موجودې دي.
د حکومت او رسنیو ګډې کمېټې د ستونزو سره سره تراوسه د خبریالانو د قتل ۱۹ قضیو ته رسیدګي شوې ده او عاملین یې څېړل شوي دي او د محاکمو له لوري په مختلفو جزاګانو محکوم شوي دي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د حکومت او رسنیو د ګډې کمېتې د غړي په توګه، په داسې حال کې چې د یادې کمېټې له هڅو مننه کوي، ټينګار کوي چې د خبریالانو د قتل قضیو په څېړلو کې ډېره پاملرنه لازمه ده.
موږ په دې باور یو چې دغه قضیو ته نه رسېدنه په اړوند دولتي بنسټونو د هېواد د خبریالۍ ټولنې د بې باورې باعث کیږي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د هېواد په دننه او بیرون کې له ورته بنسټونو، ملي شورا او د ښاریتوب حقونو له ملاتړو نړیوالو بنسټونو غواړو چې د افغانستان پر حکومت او قضایي دستګاه زیات فشار راوړي ترڅو د نظر وړ دوسیو ته رسیدګي وشي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې اجرایه شورا