په کابل کې د رسنیو او سولې راپور ورکولو ناسته ترسره شوه

یکشنبه كب ۱۳۹۸,۱۲,۴

دغه ناسته د دولتي او خصوصي رسنیو په ګډون سره په کابل کې د افغانستان ښځینه ژورنالیستانو د ملاتړ مرکز او د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې له لوري ترسره شوه. 


د دغه ناستې څخه موخه د رسنیو له لوري د سولې فضا د رامنځته کولو په موخه د رسنیو له مسوولینو سره د سولې راپور ورکولو لارښود محتوا شریکول وو.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې اجرایوي رییس، احمد شعیب فنا وایي: په افغانستان کې د یوې لسیزې جګړې په جریان کې د رسنیو اصلي تمرکز د جګړې په خبریالۍ وو، مګر اوس د دې وخت دی چې د عمومي فکرونو د بدلون او په هېواد کې د سوله ایزې فضا د رامنځته کولو لپاره رسنۍ د جګړې او سولې خبریالۍ توازن رعایت کړي. ترڅو د دغه لاسته راغلي فرصت څخه په ګټې اخیستنې موږ وکولی شو د رسنیو له لارې د ټولنې عمومي ذهنیت د سولې خوا ته راوګرځوو.


په ورته وخت کې د رسنیو مسوولینو چې په دغه ناسته کې ګډون کړی وو، د یادو بنسټونو دغه اقدام یې یو مثبت ګام وباله او په دغه حالاتو کې یې د سولې راپور ورکول یوه جدي اړتیا یاده کړه او ژمنه یې وکړه چې هره رسنۍ به په دې برخه کې عملي ګامونه اخلي.


کابل دویم ولایت دی چې د رسنیو له مسوولینو سره دا ډول ناسته ونیول شوه، نږدې ده چې په آتو نورو ولایتونو کې هم د رسنیو له مسوولینو سره دا ډول ناستې ترسره شي.