
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې او د افغانستان د ښځينه ژورنالیستانو د ملاتړ مرکز په کندهار ولايت کي د سولې راپور جوړوني او د رسنیو د مسوولیت په موخه د رسنيو له یو شمېر مسوولینو سره ناسته وکړه.
له کابل او هرات وروسته په کندهار کې دا دریمه ناسته وه چې په رسنیو کې د سولې ادبیاتو او د سولې راپور ورکولو په مورد ترسره کیږي.
په دي اړه د ښځینه ژورنالیستانو د ملاتړ مرکز مشره اغلي نېکزاد يادونه وکړه چي (کندهار دافغانستان د سیاست مرکز دي او د کندهار خلګ د سولې په پروسه کي مهم رول لوبولاي سي او د خلګو ذهنونو ته د مثبت بدلون ورکولو او خلګ د سولې پروسي ته د تشویق په موخه د کندهاري خبریالانو فعالیتونه ډیر مثبت تاثیرات درلودلاي سي چي په دي برخه کي مدني فعالان ښځینه خبرلاني بايد هڅه وکړي او همدارنګه په کندهار ولايت کي د سولې لپاره ډير فعالیتونه ترسره سوي چي لا هم بايد دا هڅي ګرنډۍ سي)
په دې ناسته کي د رسنيو پر خبرونو باندې بحث وشو ترڅو رسنۍ د تاوتریخوالي خبرونو اوادبیاتو پر ځای د سولې مثبت خبرونو د نشرولو په موخه هڅي زياتي کړي .
په دي اړه د کندهار د ژورنالیستانو د کميټي مسول ښاغلي احمد لودين وايی(خلګ هغه خبرونه تعقیبوي چي نيوکي ډیر سوي يی او منفي اړخ ډير ولري خو خبریالان هڅه کوي ترڅو د سولي مثبت خبرونه نشر کړي او خلګ سولي ته تشويق کړي او د سولې د ملاتړ په موخه کوم غوندي چي په کندهار ولايت کي ترسره کيږي خبري پوښښ ورکړي)
دا په داسې حال کې ده چې د سولې خبرو اترو په پیلیدو سره د افغانستان ښځینه ژورنالیستانو د ملاتړ مرکز د ۱۳۹۷ کال د مرغومي د میاشتې په ۲۴مه نیټه د سولې خبرو اترو پروسې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د سولې مذاکراتو کې د ځینو مواردو لکه د بیان آزادۍ، د رسنیو د آزادۍ د تضمین، د ښځو د حقوقو او لاسته راوړنو په برخه کي خپلې اندېښنې درلودې چې شاوخوا ۳۰۰ تنو خبریالانو او د مدني ټولنو غړو په دغه بیانیې د لاسلیک سره خپل ملاتړ اعلان کړ.