د خبریال ملي ورځې په مناسبت د کرونا په اړه پیغام رسونه

سه‌ شنبه كب 1398,12,27

د اعلامیې شمېره: ۲۱۷


نن د کب میاشتې ۲۷مه نېټه ده چې په افغانستان کې د خبریال له ملي ورځې سره برابره ده.


په تېرو څو کلونو کې  د افغانستان د خبریالانو مرکز له لوري له دې ورځې لمانځنه کېده او تېر کال د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو د فدراسیون په هلو ځلو سره د حکومت له لوري د خبریال ملي ورځې په نامه ونومول شوه.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د هېواد ټولو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته د دغه ورځې مبارکي وایي او هیله لري چې د هیواد رسنۍ او خبریالان د تېر په پرتله زیاتې بریاوې ولري. 


موږ اراده لرو چې د تېر په شان د هېواد د خبریالانو او رسنیو ترڅنګ واوسو او د دوی د ستونزو د له منځه وړلو لپاره او همدارنګه د دوی لپاره د کار د یوې ښې فضا د رامنځته کولو لپاره هیڅ ډول هڅه ونه سپموو. 


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه له ټولو خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو غواړي ، ترڅو د دغه ورځې په مناسبت رسنیر پیغام یې د کرونا ناروغۍ  او له دې ناروغۍ د ځان ساتنې په اړه وي. په دې کې شک نشته چې د رسنیو له لارې د دغه ناروغۍ د وقایې او تداوۍ پیغام کولی شي زموږ زیات شمېر هېوادوال له دې ناروغۍ وژغوري. 


زموږ نظر دا وو ترڅو د تېر کال په شان، په بیلابیلو ولایتونو کې د خبریال او د رسنیو د کارکوونکو ملي ورځې په مناسبت ناستې او د لمانځنې مراسم ترسره کړو، مګر تصمیم مو ونیوه چې په هېواد کې روان وضعیت ته په کتو او د هر یوه خبریال او د رسنیو کارکوونکي صحي امورو ته په درناوي  او د کرونا ویروس د وقایې په موخه سږ کال د ناستو او مجلسونو له جوړولو صرفنظر وکړو.


په ورته وخت کې له هغه خبریالانو چې د معلوماتو د لاسته راوړلو او له خلکو سره د شریکولو لپاره د ټولنې د بیلابیلوقشرونو سره په اړیکه کې دي، غواړو چې د دغه ویروس پروړاندې د وقایې او تدبیر په منظور د خوندیتوب موضوعات په جدي ډول مراعات کړي. 


د همدې ورځې په مناسبت له ټولو موفقو او با تجربه خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو د مبارز او زحمتکشه نسل په توګه ستاینه کوو.


هیله لرو چې زموږ خبریالان او رسنۍ د شته سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره سره  خلکو ته په جدي او پراخ ډول پیغام رسونه کې خپل رسالت ته دوام ورکړي.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې اجرایوي شورا