د اعلامیې شمېره : ۲۱۸
نن د مې دریمه چې د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په توګه پېژندل شوې او لمانځل کیږي.
سږ کال د مې له درییمې په داسې شرایطو کې لمانځنه کیږي چې نړۍ له یوه پټ دښمن سره په مبارزه بوخت دی او خبریالان او رسنۍ له کوید ۱۹ ویروس سره له مبارزې څخه د خبر رسونې په لومړۍ کرښه کې قرار لري.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه په داسې حال کې چې د دې ورځې ټولو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته مبارکي وايي، هیله لري چې زموږ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي څو مهمو ټکو ته پام وکړي.
اول دا چې له دغه ویروس څخه د خبر رسونې په جریان کې پام وکړي چې له دې برخې څخه خبر رسونه یې د خلکو ترمنځ د ډار رامنځته کولو سبب نه شي.
د کره معلوماتو وړاندې کول او همدارنګه د هغو سپارښتنو خپرول چې د روغتیايي بنسټونو او کارکوونکو له لوري صادریږي، کولی شي د دغه ویروس سره د مبارزې لپاره د خلکو سره مرسته وکړي.
د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپله روغتیا هم له لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي او زموږ همکاران د کرونا سره د مبارزې د پوښښ په جریان کې باید په جدي ډول خپلې روغتیا ته پام وساتي.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې چې په دې اړه کوم لارښود چمتو کړی او د خبریالانو او رسنیو په واک کی یی ورکړی ،هیله لري چې له دغه لارښود څخه ښه ګټه پورته کړل شي.
یوځل بیا هم د هيواد ټولو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته د مطبوعاتو نړیوالې ورځې مبارکي وایو.
د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې اجرایه شورا