په غور ولایت کې د غور غږ رادیو د خبریال په شهادت رسیدل

یکشنبه غویی 1399,2,21

د اعلامیې شمېره : ۲۱۹


د غور غږ رادیو خبریال، احمد خان نوید د غور سیمه ییز حکومت پروړاندې د خلکو د لاریون پر مهال د امنیتي ځواکونو په ډزو کې په شهادت رسیدلی دی.


د عیني شاهدانو په وینا: نن په غور ولایت کې د څو ورځني قرنطین وروسته یو شمیر کسانو په غور ولایت کې د کرونا پروړاندې د مبارزې لپاره د حکومت له لوري په نظر کې نیول شوي بودیجې د مصارفو د شفافیت او خپلو اقتصادي ستونزو ته د رسیدګۍ په خاطر د غور ولایت مقام مخې ته لاریون کړی وو، د لاریون په جریان کې امنیتي ځواکونو د غور د والي په امر په لاریون کوونکو ډزې کړې چې د غور غږ رادیو د خبریال احمد خان نوید په ګډون د څلورو تنو هیوادوالو د شهادت باعث شوي دي.


مګر د غور سیمه ییز حکومت  دغه موضوع نه ده تایید کړې او ویلي یې دي چې د لاریون کوونکو په منځ کې غیر مسوول وسلوالو کسانو حضور درلود چې د دغه پېښې د رامنځته کیدو باعث وګرځيدل.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د احمد خان نوید کورنۍ او د افغانستان د مطبوعاتو کورنۍ ته تسلیت وایي او په ورته وخت کې له مسوولو بنسټونو غواړي ترڅو په جدي توګه دغه قضیې ته رسیدګي وکړي او د دغه بشري جنایت له عاملینو سره قانوني چلند وشي.