د خورشید تلویزیون د دوو تنو کارکوونکو په شهادت رسیدل

شنبه غبرگولی 1399,3,10

د اعلامیې شمیره: ۲۲۰


د خورشید تلویزیون د کارکوونکو پر موټر د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند د ترافیکو په څلور لارې کې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.


د خورشید تلویزیون مسوولین وایی چې د دغه چاودنې له امله د یادې رسنۍ دوه تنه کارکوونکي د اقتصادي څانګې خبریال ضمیر امیري او د تخنیک د برخې کارکوونکی، شفیق په شهادت ورسیدل او پنځه تنه نور کارکوونکي ټپي شوي دي.


دا چاودنه داسې مهال رامنځته شوه چې د یاد تلویزیون کارکوونکي د کاري وخت له ختمیدو وروسته په موټر کې د کورونو په لور روان وو.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د دغې پېښې عاملین د بیان آزادۍ او د بشریت دښمنان ګڼي او له بل لوري د کشفي او نظامي بنسټونو په شتون سره د کابل ښار په مرکز کې د دا ډول پیښو رامنځته کیدل د تعجب وړ بولي. په ورته وخت کې له مسوولو بنسټونو غوښتنه کوي ترڅو په دې اړه مسولانه وضاحت وړاندې کړي.