د پژواک خبري آژانس او انیسه شهید«د اطلاعاتو رسولو اتلان»

سه‌ شنبه غبرگولی 1399,3,27

د اعلامیې شمیره : ۲۲۱


د پژواک خبري آژانس او د طلوع تلویزیون خبریاله، انیسه شهید په نړۍ کې د کوید ۱۹ ناروغۍ خپریدو په بحران کې د خبر رسولو د ۳۰ اتلانو په هغه نوملړ کې شامل دي چې د بې پولې خبریالانو له لوري خپور شوی دی. 


د پژواک خبري آژانس او انیسه شهید دا چې د کوید ۱۹ ناروغۍ په جریان کې یی له ځانه زړورتوب ښودلی دی او د خلکو لپاره یی د خبر رسولو په لاره کې کوټلي قدمونه اخیستي دي، د بې پولې خبریالانو له لوري د ۳۰ اتلانو په خپاره شوي نوملړ کې شامل دي.


د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه د پژواک خبري آژانس مسوولینو او کارکوونکو، د طلوع تلویزیون خبریالې آغلې انیسه شهید او د افغانستان د رسنیو کور ته د دغه لاسته راوړنې مبارکي وایي او ورته د زیاتو بریالیتوبونو غوښتنه کوي.